Wadan weblog 2

په شعر کې د حالت تصوير

23.12.2008 07:51

 

 

د حالت تصویر په کیسه کې مهم دی. د ریالیستیکو کیسو یوه ځانګړنه د حالتونو د دقیقو انځورونو ارائیه وه. لیکوال په داسې کیسو کې د یوې پېښې یا زمانې شیبې ټول جزیات، حرکتونه، څېرې او مکاني ځانګړنې تصویروي. په کیسه کې، چې د نثر ژبه په کې کاریږي او د لږو کلماتو د کارولو اړتیا ډېره زیاته نه وي، دغه کار ممکن دی. د شعر د ژبې لومړۍ ځانګړنه لنډون دی، د شعر کلمات په ډېر اقتصاد او اختصار کارول کېږي، په شعر کې د وزن او آهنګ قید هم د التزام رامنځته کوي چې له شمارلو او ټاکلیو کلماتو څخه کار واخیستل شي دا ټول ددې لامل ګرځي چې په شعر کې د حالت تصویر پنځول ستونزمن او مشکل کار وګڼل شي. په شعر کې د کلماتو او مفاهیمو له سبمولیک رول څخه کار اخیستل کېږي او په تصویرونو کې هم د کلماتو له سمبولیک او ذهني موقعیت څخه استفاده کېږي، ځکه خو د یوه کامل تصویر د درک لپاره د شعر د لوستونکي ذوق او پوهه هم مهمه ده. په شعر کې ترکیبي مفاهیم لږ کارېږي هغه صفتونه او قیدونه چې په نثر کې کارول کېږي کټ مټ په شعر کې نه شي راتللی مثلاً، د کاریګر چاودې، خیرن او زیږه لاسونه په شعر کې په اسانه نه شي تصویریدلای شاعر یوازې د کاریګر لاسونه یادوي او انتظار لري چې ددغو لاسونو په څرنګوالي دې لوستونکی پخپله پوه شي. همدا راز دا به ستونزمنه وي که تاسو په شعر کې ولیکئ چې نجلۍ په مکیز میکز، کږه وږه په لاره روانه وه، پستې زلفې یې پورته پورته غورځولې او نړۍ ملایې تاووله را تاووله . . . ددې ټولو له یادولو څخه ښکاري چې د حالت تصویر په شعر کې ډېر نه کاریږي خو شته داسې شعرونه چې د حالت د بریالیو تصویرونو لرونکي دي او داسې شاعران شته چې په شعر کې د حالت تصویر ځایولای شي البته پرته له دې، چې د شعر  ښکلا او هنري جوړښت ته یې زیان ورسیږي همدا څه موده مخکې د ښاغلي محمد عاشق غریب له همداسې یوه شعر سره مخامخ شوم چې تر کره کتنې مخکې یې لومړی تاسو لوستلو ته رابولم، د شعر متن داسې دي :
چېرته مو خړ کارتن کې
څو واره دولس میاشتې
هره ورځ دوه کرته
ساړه بې خونده خواړه
خپلو بچیانو سره
خدای خبر څه شي پنیر
سړو مایانو سره
په ټیټو سترګو په اشتها خوړلي
ډېرو المان کې خامخا خوړلي
* * *
دلته تور رنګ لکه تور کار داسې
ګناه ده دوی ته
ځکه نو!
زوی مې په تور د تورو سترګو
چې ثواب وګټي
د تورو سترګو کسي
لکه زموږ د پنجشیر
له زمردو جوړې
د فرانسې د کلیسا مینارې
په شنو غمو سینګار کړې
* * *
لور مې هم
د تور په بهانه
د خدای کعبې ته ورته
په خپلو تورو زلفو
د هغه لمر چې ورک له شرمه وي تل
زرینې وړانګې په ماشین کې جوړې
لکه سالو خورې کړې
* * *
ما هم په هغه جمعه
چې لمونځ قضا و رانه
د الماني پاسپورت د راکړې په شوق
هره شېبه شمېرله
او په مېرمن مې دریشي
دوهم ځلي او توکړه
ما ویل ښاروال د سیمې
پاسپورت د ګلو
له ګیډیو سره
په خپلو سپینو لاسو
نن راکوي په خېر
المانی کېږمه زه
نور نو همدوی ته ورته
جرمنی کېږمه زه
* * *
خو ښارولۍ کې یوه عجیبه چوپتیا
لکه تیاره خپره وه
نه د ښاوال پته وه
نه هم د ګلو ګېډۍ
خو د اتمې ګوټې
له وره په ګونځي ټنډه
او دوه نریو ګوتو
چې یې نوکان تر ګوتو ډېر اوږده وه
د کوه قاف شیشکې
راته پاسپورت ونیوه
* * *
ځان راته سر تر پښو
تک زېړ جرمن برېښېده
او هېڅ توپیر مې نه لید
څو ځل مې پټ په زړه کې
زه الماني یمه نور
زه جرمني یمه نور
سندره غبرګه کړله
* * *
بیا مې د ترن تم ځایه پورې
په وار وار بیا ویله
ما ویل په ترین کې ناست
دا ټول المانیان
هم خبر شوي رانه
 چې جرمنی یمه نور
* * *
بیا مې همدوی ته ورته
په کبرجنه هوا
په ترین کې ځای ونیوه
په بل تم ځای کې د ترین
له بیرو ډک المانی
 له دوو خلتو او خپل
خیرن سپي سره
ترین ته را پورته شولو
بلا په ښه خوارۍ یې
ځان او خلتې ورسره
څو سیټه واړوله
سپی دده شاته
زما مخکې کېناست
* * *
بیا په دریم تمځای کې
د ډېر نورو ترمنځ
لکه پري یو چټه
ترین ته را پورته شوله
موږ ته نږدې خالي سیټونو تر څنګ
یو ځلې بیا یې ماته او بیا سپې ته
ښه په ځير وکتل
لاړه د سپي په څنګ کې
کېناستله
د سپي له سترګو یوه اوښکه راغله
لکه چې زما لپاره
تاسو ولېدل، چې دغه شعر له هماغه پیله په زړه پورې انځورونه لرل، شعر د ترخه طنز ترڅنګ، د سمبولونو جالبه کارونه هم لري؛ تور رنګ، پاسپورت، خیرن سپی، د سپي اوښکه او نور . که څه هم شعر خپل پیغام مخامخ او خورا په صراحت بیانوي او د ایماژ او هنري ابهام غوټې په کې نه شته مګر ددغه ډول شعرونو ځانګړنه همداسې ده، شاعر غواړي د یوه کډوال د ژوند څو شیبې تمثیل کړي، د هویت له لاسه ورکول، د اهانت احساس او پردي توب!
ما په کمو پښتو شعرونو کې د حالت (یا حالتونو) دومره بریالي تصویرونه موندلي دي، ځکه خو مې په دې اړه لیکل ددې شعر په ترلاسه کولو پیل کړل او غواړم بیلګې هم یوازې له همدې شعره رواړم. لومړۍ تصویري ټوټه :
په خړ کارتن کې ناپېژندلي خواړه، په ټېټو سترګو، له ماشومانو سره د ورځې څو ځله او هغه هم د هر کډوال لپاره. دا برخه موږ چمتو کوي، چې د شعر منځپانګې ته ورننوزو او آن له پیله مو پوهوي، چې له څه ډول یوه شعر سره مخامخ یو.
بیا یوه بله تصویري برخه چې د کډوال  (راوي) د کورنۍ غړي ددې لپاره چې له (تور) والي خلاص شي څه ډول د خپل هویت هېرول پیلوي، د شعر دا برخه موږ د موضوع بدنې ته ورننباسي او شاعر خپله خبره پیلوي. په دوهمه تصویري ټوټه کې نوي، ښکلي، په طنز لړلي او د حالت مطابق تشبیهات شته : لکه د پنجشیر زمرد او بیا هغه هم د فرانسې د منارو په څېر د سترګو شین سینګار، او د لور زلفې چې د خدای د کعبې په څېر تورې وې د هغه لمر له وړانګو زرینې شوې چې ماشیني اصالت لري، دا تصویر د لوستونکي ذهن  د سینما د پرله پسې خو له بېلا بېلو مکاني تصویرونو څخه را اخیستل شوي ترکیب ته ورته نندارې ته بولي، چې د تفکر زیګزاګ رامنځ ته کوي، په جرمني کې لور، د کعبې په څېر زلفې، ماشیني وړانګې او بیا سالو، شاعر بله تمثیلي برخه له خپل تصور څخه پیلوي، فکر کوي چې پاسپورت به څنګه ورسپاري هغه پاسپورت، چې دده نوی هویت دی او د شعر له ستړي طنز څخه ښکاري چې راوي ورته ډېر تږی دی، د پاسپورت ترلاسه کولو د مراسمو لپاره پر مېرمن د دریشي بیا بیا اوتوکول دا حالت بشپړ را پېژني او د رواي هیجان په ښه بڼه تمثیلوي.
تردې وروسته د ښاروالې د پېښې د تمثیل وار دی چې په شعر کې د حالت لومړنی بشپړ او په زړه پورې تصویر دی : د جرمني د کوم ښار ښاروالې د روای شاعر د ګومان پر عکس چوپه او سړه ده، له ده څخه هر کلی هم دده د توقع پر خلاف دومره ګرم نه دی، یوازې له اتمې کوټې څخه د اوږدو نوکانو څښتنه په کبر او غرو ورته پاسپورت ورکوي خو ولې (اتمه کوټه) په زړه پورې ده! له کوټې سره د عدد ذکر موږ ته څو حالتونه بیانوي :
۱- راوي سرګردانه دی او څو ځلې یې له چا پوښتنه کړې بالاخره یې اتمه کوټه موندلې او شمېره یې په یاد ده.
۲ـ شاعر غواړي ټول حالت تمثیل کړي او موږ (لوستونکي) پر خپل صداقت باوري کړي. دا حالت د وانګوګ د نقاشۍ پر پرده د هغه ناست مچ په څېر ده چې نندارچیانو یې څو ځلې د شړلو هڅه کړې وه خو وروسته پوه شوي وو چې د نجلۍ پر لاس ناست مچ رښتیونی نه بلکې نقاشي شوی دی.
۳ـ اتمه کوټه د ښاروال دفتر نه بلکې کومه عادي کوټه ده چې د یوې مامورې له خوا کډوال ته پاسپورت ورسپاري، اضافي حقارت!
۴ـ او دوو نریو ګوتو
چې یې نوکان تر ګوتو ډېر اوږده وو
د کوه قاف شیشکې
راته پاسپورت ونیوه
په زړه پورې طنز، مبالغه او غیر عادي مکان (شیشکه او هغه هم په کوه قاف کې) چې انتظار کېږي ښاپیرۍ په کې وي، همدا د طنز ځانګړنه ده، ( خر په شودیاره کې تړلی دی) دا عادي خبره ده، خو ( خر د تدریس په ټولګي کې) غیر عادي مکان دی او طنزي بار لري. په کوه قاف کې جرمنۍ شیشکه چې تر ګوتو یې نوکان اوږده دي، موږ ته کټ مټ هغه احساس راکولای شي چې راوي د خپل پاسپورت د ترلاسه کولو پرمهال درلوده.
تردې وروسته بله تمثیلي برخه هم په زړه پورې ده :
ځان راته سرته پښو
تک زیړ جرمن ښکاره شو . . .
زموږ خلک له اروپایانو څخه همدا تصور لري، چې کوم انګریز یا جرمن ورته یاد کړې نو لومړی به یې په ذهن کې ژیړ یا سره ویښتان او شنې سترګې تداعي شي، دا که تحقیر ګڼئ یا صفت خو د کوم چا چې ویښتان او سترګې رنګینې وي اکثراً ورته د انګریز یا جرمن طنز کارول کېږي. له رواني پلوه د پاسپورت په اخیستلو ځان ته تک ژیړ جرمن ښکاریدل که څه هم ظاهراً د خوشالۍ خبره ده خو تر  شایې د ترخه حقارت نښې له ورایه ښکاري،دغه حقارت د شعر په وروستیو کرښو کې ځان را څرګندوي کله چې په ټرن کې شاعر څو نور راڼه او په زړه پورې  د حالت تصویرونه پنځوي.
په ټرن کې دننه (په کبرجنه هوا کتل)، (له بیرو ډک المانی له دوو خلتو سره او د هغه خیرن سپی)،  ( په خوارۍ له ځان سره د خلتو اړول) هغه تصویري ټوټې دي، چې په بشپړ بریالیتوب د شاعر مدعا حالت تمثیلوي. خو کله چې شاعر وايي :
سپی دده شاته
زما مخکې کېناست
دغه موقعیت کاملاً سمبولیک دی. یعنې د څو بریالیو تصویرونو تر څنګ د حالت یوه سمبولیک تمثیل شعر نور هم په زړه پورې کوی.
سپی د خپل جرمن خاوند شاته کیني ځکه تر شا کیناستل یې زده کړي او باید ځانته اجازه ورنه کړي چې تر خپل خاوند وړاندې کیني، مګر حتی همدا سپی هم ځانته اجازه ورکوي چې تر هغه چا وړاندې کیني چې نوی یې جرمني پاسپورت اخیستی خو له معنوي پلوه لاهم جرمن نه دی(!).
دلته همدا دوه کلمې (شا) او (مخکې) له تاسو سره یو عالم خبرې کولای شي. وروستی لوی متحرک تصویر چې پخپل منځ کې څو وړې تصویري ټوټې لري د شاعرانه تصویر جوړونې یوه بشپړه بریالۍ بیلګه ده وګورﺉ :
بیا په درېیم تمځای کې
د ډېرو نورو ترمنځ
لکه پري یو چټه
ترین ته راپورته شوله
موږ ته نږدې خالي سیټونو ترڅنګ
یو ځلي یې ماته او بیا سپی ته
ښه په ځیر وکتل
لاړه د سپي په څنګ کې
کېناستله
د سپي له سترګو یوه اوښکله راغله
لکه چې زما لپاره
نجلۍ نه غواړي د ناجرمني نارینه ترڅنګ کیني، تر هغه د سپي څنګ ته کیناستل غوره ګڼي او سپی چې  دا حالت ویني د ناجرمني انسان لپاره د حقارت او خواشینۍ اوښکه بهوي. تاسو له شعر نه نور څه غواړﺉ ؟!
دغه شعر کولای شي له پیله تر پایه لوستونکی په هماغه ذهني فضا کې وساتي چې راوي (شاعر) یې انځوروي آن ویلای شم چې په هغه ډول فضا کې مو ساتي چې د شعر لومړی پرسوناژ په کې دی. د کرکټر پر فکري حالتونو برسېره مکاني حالتونه هم دقیق انځور شوي دي، موږ لوستونکي کولای شو د پېښو موقعیت ومومو، چېرته؟ په اتمه کوټه کې، په ټرن کې او یا هم په کور کې او له دې پرته د انځور فرعي اجزا هم  ښوول کېږي چې د شعر په څېر ستونزمن ژانر کې یې ټول رعایت خورا ستونزمن کار دی او عجیبه خو داده چې دغه ستونزمن کار ښاغلي محمد عاشق غریب په خورا بریالیتوب ترسره کړی داسې څوک چې د شاعرۍ ډېرې بیلګې یې موږ (یا لږ تر لږه ما) نه دي لوستي ځکه خو کله چې په یوه مشاعره کې ما د هغه دغه شعر واورید ورته هېښ پاتې شوم.
د میخایل الکساندروویچ شولوخوف نامتو رومان (آرام دن) د کره کتونکیو له نظره، له دې اړخه هم د پام وړ دی چې د پېښو حالتونه په کې په خورا دقیقه ژبه انځور شوي دي.  د کرکټرونو څېرې، د یو ځانګړي موقعیت تصویري اجزا، رنګونه، چاپېریال او حتی وخت د کلماتو په وسیله تمثیلږي، د دن آرام په څېر په څلور ټوکیز رومان کې دا ممکنه ده خو په دوه مخه شعر کې خورا ستونزمن کار بریښی. په مجموع کې د دا ډول انځور پنځوونې په اړه نظریه داده چې د هنرمند په فردي تجربو پورې مخامخ اړه لري، د هغه ذهني چاپېریال اجزا چې هنرمند یې غواړي انځور کړي، په عادي حالت کې څومره د پام وړ دي؟ خو د هنرمند ذهن یې ثبتوي او کله چې د همداسې انځور جوړونې وخت راشي دغه ټول ذهن ته سپارل شوي توکي په کارېږي.
په شعر کې د داسې تصویر هستوونې اړتیا په منظومو (کیسه یې نظمونو) او یا هم هغو شعرونو کې ډېر لیدل کېږي چې محتوا یې د ښاغلي غریب ددغه شعر په څېر د دقیقې انحورهستونې اړتیا ولري.
په لېریکو غزلونو، او زړو فورمونو کې د داسې تصویرونو راوستل یوڅه ستونزمن کار دی. اصلاً په شاعرۍ کې نوي یا آزاد فورم ته د مخه کولو یو منطق هم دا و، چې په تنګواو محدود قالبونو کې د خیال ټول تصویري اړخونه نه ځاېیدل، د بیلګې په توګه که ښاغلي عاشق غریب غوښتي وای چې د خپل شعر همدغه محتوا په یوه اوږده قصیده کې ځای کړي، ګومان نه کوم چې دومره به بریالی وای.
ځوان شاعران که غواړي چې په شعر کې د خورا مهم جوړښتي عنصر (انځور) ډولونه وپېژني او بریالۍ کارونه یې زده کړي نو دې ته اړ دي چې بریالۍ بیلګې هرومرو ولولي او پر تخنیکونو یې ځان پوه کړي، چې د ښاغلي غریب دغه شعر له همداسې بریالیو بیلګو څخه ده.