Wadan weblog 2

لیک

13.01.2009 14:08

زه دې نو کومه خاطره هېره کړم
هره شیبه راباندې اورلګوي
هره شپه ستا سترګې په خوب کې وینم
په ما دهیرې مینې تور لګوي

چې ته د وړانګو له هېواده راغلې
زه ستا دغږ زمزم ته تږی ناست وم
چې بیا په دې خټه کې دمه پو کړې
وم آدمزاد خو لکه مړی ناست وم

ته راستنه شوې داسې بې خبره
لکه دګل پاڼه کې پټه وږمه
او زه لا تږی جل وهلی روان
ژوند راپه شالکه داوړي غرمه

پوه شومه چا تا ته قسم درکړی
چې بیا به نوم د (هغه) نه یادوې
دلته يې سیوری بر یې ستوری نشته
دداسې چا به نو کوم ښه یادوې

 

خو گوره! تا كله پوښتلي ځان نه
چې بې له تا به په ما څه تیریږي
ها چې قسم یې دی درکړی تا ته
د هغه څه چې په چا څه تیریږي

پریږده چې هر څه راځي زه یې ګالم
تا ته درکړی قسم نه ماتوم
په زړه کې ناست د مرمرینې تقوا
دغه سپېڅلی صنم نه ماتوم

زه هسې هم ستا ګنهکار یمه ډېر
له خپل دوزخ سره به خپله سوزم
تا دې خدای (ج) ساتي د جنت وږموکې
ته را ته ګوره چې تر کله سوزم

بس ته دې شونډو کې زمزم وساته
ما ګنهکار ته به په کار شي کله
موږ دوزخیان هم خدای (ج) ته تمه لرو
شپه به په موږه هم سهار شي کله


۲۴ مرغومی ۱۳۸۷