Wadan weblog 2

خبرتيا

28.01.2009 14:42


زما دزړه پر دغه شاړه بې خاونده زمکه
دهیرې مینې کنډوالې ولاړې
په دغو ورځو کې یې بیا جوړوم
بیا به ودان کړم تر اسمانه اوچت
بل تاج محل د نوي عشق لپاره
دې تاج محل ته یوه نوې ملکه غواړمه
زه مجنون نه یم چې دتللې بې وفا لیلا لپاره ومرم
زه نازولی شهزاده د مینې
دښایستونو او پریانو په ټاپو کې ګرځم
هرچا چې درې غمي د حسن دالماسو راوړل
چاچې د عشق لپاره راکړل خپل تاوده لاسونه

چا چې تر زلفو لاندې پټ کړم له فاني دنیا نه
 چا چې په خوب کې زما ټوله شاعري ولیده
څوک چې له ما سره زما دشاعرۍ په یاغي تخت کیناسته
ها ملکه به وي د نوي تاج محل واکمنه
دټولو ښکلو زړه ته لاره کوم
د ټولو خیال ته دروازه ټکوم
راشیء ! او نوی تاج محل وګټیء !

۹سلواغه ۱۳۸۷