Wadan weblog 2

اعتراف(۲)

01.02.2009 11:55


خاطره:
((مات شوې؟))
       نه پوهیږم ګران محمد یار ته زما وروستیو شعرونو څه ویلي وو، چې په ژړغونکي ږغ یې را څخه په تیلیفون کې دغه پوښتنه وکړه او بیا یې پرله پسې پر ژوند توند ګوزارونه وکړل. ما غوښتل ژوند ورته تعریف کړم ، خو زما ستونی هم راډک شو او خبرې  موپرې شوې.... بیا زما له خبرو څخه لاندې کرښې جوړې شوې ،چې ګران محمدیار به یې ولولي.
 
 

 

هو!
   زه
         په مینه کې مات شوی یمه
زما دسرو سترګو شاعره یاره!
ستا دسلګیو سپېڅلتیا نه زار شم
ژوند ستا دسرو سترګو په څېر ښکلی دی
ژوند زما د ماتې په څېر لوی حقیقت
ژوند لکه زما خپګان همدومره ژور
ژوند لکه زما د مینې سپینه اوښکه
ژوند لکه عکس په کې د تورو رنجو
ژوند به ډېر تریخ وي خو له مرګه ښه دی
او که نه ، دومره درد به څوک تیروي؟
دعشق له ماتې څخه دومره رنځ به څوک ګالي؟
موږ عاشقان، موږه د غم بلهاریان
همداسې سوزو او کیسې جوړوو
نو ګرانه (( یاره )) وایه!
که زه او ته ( مات ) نه شو
که زه او ته د عشق لپاره حلاله ورنه کړو
نو بشریت ته به د عشق حماسې څوک جوړوي؟
سترګې دې وچې کړه
                        قامت دې هسک کړه!
عشق لمر خاته کې ولاړ
تاته په تمه دی
                  چې زیری درکړي:
(( لېوال په عشق کې مات شو.))

۱۳سلواغه ۱۳۸۷