Wadan weblog 2

ټولنیز معافیت - دریېمه لاره - دریېمه برخه

15.08.2009 06:19

 

 

 

زه نه پوهېږم، چې عیب د ډوډۍ په وخت کې دی که د خبرونو په ساعت کې؟ هر بیګاه چې کور ته ورسېږو، نو څو شیبې وروسته د شپې پر ډوډۍ راټول شو، ټلویزیون یا راډیو چالا نه وي، په یوه نه یوه موج کې خبرونه وي،خبرونه هم لکه د هرې ورځې تکرار چې وي، وايي :

 ”په . . . ولایت کې د بمي چاودنې له امله . . . تنه ملکي خلک ووژل شول،. د بهرنیو ځواکونو د بمبارۍ له امله، ماشومان او ښځې شهیدان شول . . . د ځانمرګي برید له امله د سیمې اوسیدونکو ته مرګ ژوبله واوښته . . . دومره تنه پولیس، طالبان یا . . . ووژل شول….    “

  تردې بده یې لا دا چې په ټلویزیونونو کې د مړو، ټپیانو او ورانیو تصویرونه هم را ښيي ،خو موږ لا ډوډۍ خورو، مړۍ وهو، کله کله د ډوډۍ پر سر ټوکې هم کوو؛ لکه هېڅ چې نه وي پېښ شوي.

 یوه ورځ مې ماشوم زوی را څخه وپوښتل  : پلاره! ما اوریدلي او لیدلي چې څوک مړه شي، خپلوان یې ورته ژاړي، ما چې ځواب ته ځان جواړوه بله پوښتنه یې وکړه، په خبرو کې هره ورځ وايي چې خلک مړه شول خو موږ نه ژاړو . . . ښه ساده ځواب خویې دا و، چې : (( زویه دا مړه شوي خلک خو زموږ څه نه کېږي، بس خپل خپلوان به یې ورپسې ژاړي نو . . .)) مګر آیا دا ځواب سم دی؟

دې پېښې په فکرونو کې راوپېچلم او د افغاني ټولنې یوې لویې، وحشتناکې او هولناکې نیمګړتیا ته مې پام شو او هغه دجنایت په وړاندې « ټولنیز معافیت» دی.

ولې ټولنیز معافیت ورته وایو؟

د وژنو، ورانیو او بدو پېښو پرله پسې خبرونو، تکرار او ډېرېدل موږ افغانانو په دوو معافیتونو واړولو چې اوس را باندې اغیز نه کوي؛ یو دا چې د قتلونو د خبرونو په اوریدو مو عواطف ټکان نه ویني او نه خپه کېږو، او بله دا چې دغه جنایت په موږ کې عمومیت پیدا کړی دی او جګړه ماراو جنایتکاران ډاډه شوي، چې هسې هم زموږ اعمال په هېڅ محمکه کې نه ارزول کېږي، او د جنایتونو په اړه ملت ډېر سوړ دی، دا دیرش کاله خو عادت پردې و، چې جنایتکاران دې په هېڅ علني محکمه کې محاکمه نه شي، خو اوس خطر لا پسې زیاتېږي، او خدای(ج) مکړه داسې ورځ به راشي چې جنایتکاران او وژونکي دې د خلکو په روحي محکمو کې هم له محاکمې څخه وتښتي او هغه کرکه اونفرت چې په ټولنه کې د دوی پر وړاندې شته ورو- ورو را کم شي، همدې ته وايي منفي ټولنیز معافیت.

دغه ټولنیز معافیت زموږ څو نسلونه خشن، بې رحمه یا لږ تر لږه بې عاطفې ورزول. زما ماشومان د وژلو او قتل د خبر په اوریدو ټکان نه خوري دا ورته عادي ده!!! اوزموږ ملي غمیزه ( تراژیدي) له همدې ځایه پیلېږي.

زه چې ماشوم وم د پولیګونونو، او  تنظیمي جګړو خبرونه وو، ما اوریدل چې ځینې  خلک د لمانځه، د تذکرې سره پوښ . . . لپاره وژل کېږي، چې زلمی شوم نو بیا هم خبرونو ویل چې چا د چا په سرونو کې میخونه ووهل، ښځې . . . او خلک په کانتینرونو کې سټ شول.

 زوی مې هم خبرونه اوري: چې خلک د موچي په تار حلال شول او پر واده بمباري وشوه . . . خو موږ لا هم ډوډۍ خورو لکه هېڅ چې نه وي پېښ . . . زموږ ټولنیزه عاطفه چېرې ده؟ آیا نړیوالو ځکه په موږ پسې را اخیستي چې بې عاطفې، بې رحمه  او وژونکي خلک یو؟ آیا ځکه موږ ټول تروریستان ګڼي؟ ښايي د دوی یو دلیل داوي، چې: بلا ورپسې له ماشومه تر زاړه ټول همداسې بې رحمه او وژونکي دي بس د دوی هم خون مباح دی...

 بیا هم پوښتنه : موږ ولې داسې یو ؟

ټولنیزه ارواپوهنه Socio- Physiology  حکم کوي چې د یوې ټولنیزې پدیدې متواتر تکرار او استمرار په ټولنیز عادت بدلېږي او بالاخره دکلتور برخه ګرځي. مشرانو ته احترام، اخلاق، انګیرنې، درې وخته ډوډۍخوراک همداسې عادتونه دي، چې تکراریې عادت شي او دعادت تکرار یې دکلتور برخه شي. زموږ په ولس کې وژنه، ځورونه او بې رحمي تکرار شوي، استمرار یې درلودلی، خدای (ج) دې هغه ورځ نه راولي چې په عادت بدله شي هغه هم په ټولنیز عادت او خدای(ج) دې نه کوي چې د کلتور برخه شي او دا په یوه عام عمل بدل شي، چې هر څوک دې هر څوک وژني، وژنه او قتل (دغه تر ټولو ستر جنایت) دې په یوه عادي کار بلکې د ویاړ او افتخار وړ عمل باندې بدل شي، بیا به نو موږ څه کوو؟

 موږ ولې تردې ځایه را ورسېدو؟

یو علت خو دادی، چې زموږ یې تاریخ ناسم لیکلی. زموږ د تاریخ پاڼې چې راواړوې له کتابه وینې راشي، سرونه ورغړي او ښارونه اور واخلي، تاسې با وایاست چې دا خو د ټولو بشري ټولنو په تاریخونو کې شته، خو زه وایم چې زموږ ورسره توپېر دادی چې موږ په دې ټولو وژنو ویاړو او نور ولسونه یې غندي. زموږ ټول اتلان د وژنو، ورانولو او سوزولو اتلان دي، له کلاسیکو تر اوسمهالیو څېرو پورې، هغه کسان چې وژل، ورانول او تالان کوي زموږ اتل دی اوډېر ځله همدا اتل زموږ سیاسي رهبري هم کوي.

نو له تاریخي پلوه نسل په نسل همداسې روزل شوي یو، چې وژونکی یعنې ( ایډیال) شخصیت.

 زموږ ماشومان د وژنو له خبرونو سره رالوییږي او فکر کوي چې د هستۍ مفهوم وژل یا وژل کېدل دي. تاسو به وایاست چې په تاریخ کې خو ډېرو قهرمانانو له هېواد او ملي ګټو څخه دفاع کړې ده او د یرغلګرو په وړاندې جنګیدلي دي، دا خو د هغوی حق دی چې وستایل شي. ستاسو دا خبره بیخي سمه ده، خو زما او ستاسو دا بحث موږ اصلي خبرې ته ور نږدې کوي: له یرغلګرو سره دجنګېدونکو اتلانو، د هېواد لپاره د خپلواکۍ ګټونکو اتلانو یاد او لمانځل پر موږ فرض دي ، خو دا زموږ په تاریخ کې هومره نشته لکه د هغو تقلبی او جوړو شویو تش په نامه اتلانو چې خپل هېوادوال یې وژلي او په اصطلاح د کور دننه زمریان وو. موږ په خپل تاریخ کې په هغو ارزښتونو نه یو غږیدلي چې ریښتني اتلان د هغو لپاره له سرونو تېر شوي وو، وګورﺉ : هغه ارزښتونه ،چې ریښتینو اتلانو ژوند پرې ورکړ ، موږ یې لاپیژنو هم نه . سرسپارلي اتلان ستایوو خو که څوک رانه وپوښتي چې ارزښت څه و، اوتاسو څومره هغو ارزښتونو ته وفادار یاست ؟ دې ته بیا ځواب نه لرو. موږ خپلو بچو ته د وطن مینه، د خپلواکۍ ارزښت، د پرمختګ لارې او د ښه سړیتوب تبلیغ نه دی کړی، بلکې یوازې مو د وژنو کیسې ورته کړي او جګړه مار اتلان مو ورته پړسولي دي. زموږ تاریخ سم نه دی کښل شوی او موږ یې له عاطفې څخه لرې کړي یو، موږ خپلو نسلونو ته دا نه دي ویلي چې د رغېدو، پرمختګ ،وطن جوړونې او عواطفو د روزلو اتلان هم شته او هغوی هم باید وستایل شي. زما ماشوم همدې کیسو ته غوږ نیسي او خپل راتلونکی ایډیال ټاکي، دا ایډیال څوک دی؟ یو داسې څوک چې توره یا ټوپک ورسره دی او خپل خلک وژني. کاشکې دا ایډیال داسې وای چې بیل او ماشین، کتاب او کمپیوټر ورسره وای،افغانستان یې جوړولای خو د اړتیا په وخت کې یې د افغانستان ساتنه او دفاع هم کولای او هغه وخت یې د ټوپک خوله یوازې د پردي یرغلګر خواته وای نه د خپل هېوادوال د ټټر خواته.

زما دا کرښې له تاریخ څخه د خپلواکي غوښتونکو وطنپالو اتلانو دحذف په مانا نه دي، بلکې د هغو تقلبي وژونکو د غندنې په مانا دي، چې د افغانانو له تنو څخه سرونه له کورونو څخه ګیلمونه او له جیبونو څخه پیسې تښتولي خو تر هر څه یې ډېر ظلم دا کړی ،چې زموږ د ماشوم، زموږ د ځوان او زاړه له زړه څخه یې عاطفه، رحم او مینه هم غلا کړې ده.

یوه بله ستونزه :

 موږ لا هم نه پوهېږو چې که افغانستان جوړ، پرمختللی ځواکمن او ودان وای نو بیا د جګړې او ملي دفاع اتلانو ته اړتیا نه پېښېده، ځکه پر داسې یوه هېواد څوک د یرغل متره نه لري. یو ځل بیا اصلي قهرمانان دجوړولو، پرمختګ، ځواکمنتیا او ودانۍ قهرمانان دي. اصلي قهرمانان هغه دي چې په پوهه، تدبیر او عاطفې هېواد هومره پیاوړی کوي ،چې بیا د تورې او ټوپک دفاع ته اړتیا پېښه نه شي.

نو راځئ تاریخ له سره ولیکو او دې ته یې جوړ کړو چې را روان نسلونه، ماشومان او زلمیان خپل راتلونکي ایډیالونه د جوړولو، پرمختګ، ډوډۍ ورکولو، پوهې، تعلیم او پراختیا څېرې وټاکي، نو په دې توګه به هم د جګړې له اتلانو څخه بې نیازه شو او هم به مو د اجتماعي حرکت مسیر مثبتي خواته ورسیخ شي.

درېیمه لاره : په دې بحث کې درېیمه لاره داده چې موږ ښايي د ټول ملت په سطح په زړونو او دماغونو کې عواطف راویښ کړو، او د اسلام د سپیڅلي دین د ارشاداتو، افغاني مثبتو دودونو او بشري عواطفو دحکم له مخې خپل خلک په دې وپوهوو چې : « د یوه مسلمان وژنه د ټول بشر وژنه ده» قتل تر ټولو ستر جنایت دی، او بل انسان ته درد پېښول د لوی خدای (ج) د نارضایتي عامل ګرځي.

زموږ ماشومان باید پوه شي چې د مرګونو، وژنو او ورانولو خبرونه عادي نه، بلکې ډېرټکان ورکوونکي او بد دي او که دوی را لوی شي باید د داسې خبرونو د پېښېدو مخه ونیسي. موږ ټول افغانان سره خپلوان یو او که په بدخشان یا بامیان کې څوک وژل کېږي نو ټول پرې ژاړو او که په کندهار یا شینوارو، خوست او بل ځای کې قتل کېږي موږ ۲۸میلیونه وګړي ټول پرې خپه کېږو، ویر کوو او که ۲۸میلیونه وګړي په خپل وژل شوي هېوادوال باندې ویر وکړي نو ټوله نړۍ به وارخطا کړي، بیا به څوک دلته بم، راکټ او ټوپک نه رالېږي. موږ به بې عاطفې، بې رحمه او وحشي نه بولي. موږ به د یوه ملت په توګه، د انسانانو د یوې مجموعې په توګه ( بلا تشبیه او انساني کرامت ته له احترام سره) لږ تر لږه د اروپايي یا امریکايي کورنیو حیواناتو (پیشوګانو او سپیو) د ژوند د اهمیت په څېر اهمیت ولرو. موږ که په خپل وژل شوي نه ژاړو نړیوال به مو له وژلو ولې لاس اخلي، موږ که خپل هېوادوال په پڅه چاړه حلالوو، نړیوال به مو خود وراوې او واده ته روان خلک بمباروي، ددې هرڅه مسؤل موږ پخپله یو.

زموږ تاریخ، زموږ ادبیات، زموږ فولکلور، زموږ مطبوعات او زموږ اجتماعي قضاوت باید سم مسیر ته وربرابرشي، اصلي قهرمانان باید بهر راووځي او دخپلو هېوادوالو وژونکي باید د تاریخ هدیرو ته ولاړ شي. په سندرو، په شعرونو په کیسو او حماسو کې د وژنو، وژونکو، تورو اوورانولو ستاینې پریږدﺉ، د ودانوونکو، ډودۍ راوړونکو او پوهې ته د پراختیا ورکوونکو حق پر ځای کړﺉ. د تاریخ له حافظې څخه کله منارونه وران کړﺉ او پر ځای یې د مینې او عاطفې تاج محلونه آباد کړﺉ. د ډوډۍخوړلو اوخبرونو وخت بیل کړﺉ، ماشومان خشن، بې رحمه او د وینو – وژلو په وړاندې بې تفاوته مه روزﺉ، قلم او کتاب ورکړﺉ چې افغانستان ودان کړي.

همدا ده درېیمه لاره.