Wadan weblog 2

ملي بې باوري ـ درېیمه لارـ شپږمه برخه

13.09.2009 13:27

 

د انقلابونو یو لوی ظلم دا و ،چې په افغانستان کې یې ملي بې باوري رامنځ ته کړه. ملي بې باوري څه ده؟

هغه مهال چې چې د ټولنیزو کړکېچونو او ناورینونو له امله د ټولنې وګړي یو پر بل او پر هغو بنسټونو بې باوره شی، چې په عادي شرایطو کې د هغوی ترمنځ یو پر بل باور د ټولنې د جوړښت بوده تنسته جوړوي.

خو زموږ بې باوري ګڼ ډولونه لري :

۱ـ یو پر بل بې باوري

۲ـ پر حکومتونو او دولتي بنسټونو بې باوري

۳ـ پر اصطلاحاتو، ارمانونو، ایډیولوژیو او مبارزو بې باوري

۴ـ پر ځان بې باوري

او بلاخره ناهیلۍ (نهیلیزم) ته مخه کول چې دا په هستۍ، ژوند او چاپېریال باندې بې باوري اوبدبیني رامنځ ته کوي.

راځئ د پورته یادو شویو بې باوریو په اړه یو څه تم شو، بیا یې پر عواملو وغږیږو او په پایله کې به یې وتونلارې او حلچارې وڅېړو.

۱- یو پر بل بې باوري

 د قانون کمزورې واکمني، د ټولنیزو اخلاقو په وړاندې بې پروايي، د عقیدوي ارزښتونو تتېدل او د شدید فقر له امله د چل، دوکې او درغلۍ زیاتېدل افراد یو پر بل بې باوره کوي. له ټوپک سره ملګرتیا انسان خشن کوي او خشونت د عاطفې له منځه وړونکی دی، خشونت او بې عاطفې توب د انسانانو باور وژني. او موږ په تېرو دیرشو کلونو کې دغه ټولې تشې تجربه کړې ځکه خو یو پر بل بې باوره یو. د ټولنې د غړیو ترمنځ یو پر بل بې باوري او نه اعتماد د ګڼو ټولنیزو پراختیايي او پرمختیايي بهیرونو خنډ ګرځي.

موږ ولې یو عادي شی هم چې اخلو په لسو دوکانونو کې یې بیه کوو؟ ولې کله چې خټګر کور ته بیایو سل ځلې قسمونه ورکوو چې سمنټ سم وکاروي او کور راته خراب نه کړي، او ولې کله چې یوه وزارت ته په ډېر یو کوچني کار پسې ځو هم څو کسه دوستانو ته مراجعه کوو ،چې که څوک هلته پېژني نو یو سفارش دې راته وکړي؟ او ولې کله چې له چا سره د سیاست یا دولت په اړه خبرې کوو ویریږو چې د استخباراتو یا بهرنیو ایجنسیو اجنټ او مخبر نه وي؟

دا ځکه چې داسې تېر ایستنې او تېروتنې مو لیدلي یا ډېرې اوریدلي دي.

زموږ د ملت او هېواد سیاسي دښمنانو او د سیمې استخباراتو له پخوا څخه آن د انقلابونو له پیل څخه غوښتل چې خلک یو پر بل بې اعتماده او بې باوره کړي، ځکه په داسې حالت کې دوی ښه نفوذ کولای شو ،چې د افغانستان په وړاندې خپل زهر وکاروي.

۲ـ پر حکومتونو او دولتي بنسټونو بې باوري

د ټول کړکېچ په بهېر کې موږ ملي حکومتونه او د خلکو د مستقیمې ارادې پر بنسټ رامنځ ته شوي حکومتونه لږ درلودل، پر حکومتي څوکیو داسې کسانو خیټې اچولې وې چې د هغه منصب مسلکي توان یې نه درلوده، له جبهې راغلی و او پر څوکۍ پروت و، ځکه یې د خپلې مسلکي ناپوهۍ او بې سوادۍ لپاره خلکو ته دروغ ویل، او دروغ د بې باورۍ لومړی لامل دی.

بیا هم د قانون کمزورې واکمنۍ فساد او ناوړه ګټې اخیستنې ته لاره هواروله، دې لوبې اداري او کاري تقوا ووژله ،د کاري تقوا نشتوالي ملت په حکومت بې باوره کړ.

ډېر ځله تر انقلابونو وروسته حکومتونه د پردیو تر اغیز لاندې یا یې مخامخ ګوډاګیان وو، چې خلک پر داسې حکومتونو باور نه کوي، تردې بریده چې دغو حکومتونو دا کفایت هم نه درلوده چې بهرنیو ته خپله غاړه ایښوونه له ملي ګټو سره موازي او برابره وښيي او خلکو ته د خپل مجبوریت په اړه قناعت ورکړي، دا کار سیاسي شهامت غواړي، خو ډېر ځله زموږ په واکمنیو کې همدا شهامت هم نه و. زموږ له حکومتونو څخه دروغ هم ویل کېدل او کله کله به دا دروغ ښکرور شول چې خلکو به ورپورې خندل.

بهرنیو دښمنانو به هم د حکومتونو په اړه ډول ډول آوازې او شایعې خورولې، دوی به دولتي چارواکي په بېلابېلو استخباراتي کړیو پورې اړوند ګڼل او هغوی به یې د ګوډاګي او جاسوس په نومونو یادول، په دې کې به پاک او ملي شخصیتونه او بې ګناه څېرې هم بدنامه شوې او دخلکو به له ټولو دولتي چارواکو زړه بد شو.

بله مسئله داوه چې د انقلابونو په بهېر کې ټولو حکومتونو په کوردننه دښمنان درلودل دا هسې سیاسي اپوزیشن نه وو، چې د اصلاحي نیوکو او انتقادونو له لارې دې خپل رقابت ترسره کړي، دا ډېر ځله وسله وال دښمنان وو، چې د حکومتونو پر ضد یې له هېڅ ډول پروپاګند او تخریب څخه ډډه نه کوله، دحکومتونو کمزوری دریځ او د دښمنانو زورور تخریب خلک پر حکومتونو بې باوره کول، او دا تکرار د ټولنیز عادت لامل شو، تردې بریده ، چې خلک هومره بې باوره او بدبینه شول چې خدای خبر پر ښو، سالمو او ملي حکومتونو به هم ژر باور وکړي، حکومتونو به چې د خلکو بې باوري لیده پر ځان به وویریدل او د ځان ساتلو  لپاره به یې داسې ناسم تدابیر ونیول چې د ځان او خلکو ترمنځ به یې فاصله نوره هم په لوی لاس ډېره کړه باډیګارادان به ډېر شول، چکونه او سیمټي دیوالونه به لا لوړ شول او په پایله کې به حکومتونه د دیوالونو ترمنځ داسې حبس شول چې خلکو به دا هېره کړه چې دوی هم حکومتونه لري که نه؟

ددوه اړخیزې بې باورۍ یو لامل دا و، چې حکومتونه د خلکو منځ ته نه ورتلل او بیل پراته ټاپو ګان وو ، لکه د شیشکو او اراوو تشې کلاوې چې هم له ځانه ویریدل او هم له خلکو.

دې ټولو پېښو به پر حکومتونو بې باوري دومره ډېره کړه، چې خلکو به د حکومت د بدیل په لټه کې شول، یا به یې خپلو دودیزو موسسو لکه جرګو مرکو ته مخه کړه یا به د وسلوالو دښمنانو لمنې ته وروغورځېدل، او دا هغه څه و، چې موږ  په تېرو درېیو لسیزو کې څو ځله تجربه کړل.

۳ـ پر اصطلاحاتو، ارمانونو، ایدیولوژیو او مبارزو بې باوري

هر ملي سمون او هر ټولنیز بدلون د یوې مودې هلو ځلو او مبارزو په نتیجه کې رامنځ ته کېږي دا مبارزې به یو څوک کوي او د څوک به یو خوځښت، جوړښت او بنسټ لري حزب، ایډیالي وضعیت، سیاسي ارمان او د بدلون لپاره عامه کړنلاره او تګلاره هغه څه دي، چې د هر اوښتون او سمون لپاره باید خلکو ته ارائیه شي. د ډیموکراسۍ له لسیزې را په دې خوا د افغانستان خلکو داسې مسایل اوریدل، خو توده لوبه یې له پنځوسمو کلونو را په دې خوا کله چې پاچاهي په بل مخ واوښته، را پیل شوه. د ګوندونو، تنظیمونو،حرکتونو او جنبشوونو جارچیانو او ډنډورچیانو خلک خپلو خوځښتونو ته را بلل او ډېر ځله له بهر څخه راغلي اصطلاحات یې پر هغوی ورشیندل، هغه کړنلارې او تګلارې، چې پخپله هم ډېر نه پرې پوهېدل او کوم نیمه باسواده ملګري یې له بهرنیو ژبو څخه راژباړلې وې د خلکو مخ ته ایښودلې خو وعدې ډېرې ګرمې وې، کور، ډوډۍ، کالې، د اسلامي حکومت ټینګښت خلکو ته دحقونو ورکول، برابري، آزادي، دیموکراسي، شرعي نظام او . . .

له دې کریغو او وعدو سره سم لومړنۍ وینې هم وبهیدې او دا لوبه دومره توده شوه چې ټول ارمانونه، ایډیالونه، ایزمونه، ګوندونه، کړنلارې او تګلارې تر وینو لاندې ډوبې شوې، او د ګڼو ډنډورچیانو او جارچیانو لاسونه تر اوږو او خولې یې تر غوږو پورې په وینو سرې شوې. د ایزمونو او حزبونو، تنظیمونو او ایډیالونو لوبو سره سم افغانانو مرګ، وراني، دربدري او بې عزتي ولیده او همدا کافي وه ،چې خلک دې پردې اصطلاحاتو اومفکورو بې اعتماده شي.تاریخ او د خلکو عامه ذهنیت دې ته نه ګورې چې دې سیاسي ډنډورچیانو څه نیت درلوده، بلکې قضاوت پردې کوي، چې دوی څه وکړل؟!

۴ـ پر ځان بې باوري

د ټولنیزې بې باورۍ تداوم په فرد کې ډول ډول بې اعتمادۍ رامنځ ته کوي، دا بې اعتمادۍ د حالت له بدلون څخه را پېل کېږي. ځوان نسل فکر کوی ،چې له بدمرغۍ څخه د راوتلو لپاره کومه ممکنه لاره نشته نو ښايي ځان آرام ونیسي او یوازې د سربچ ساتلو لپاره فکر وکړي. څوک چې هڅه کوي بل ملګری ومومي او دخلکو د ژغورلو مسئله وروسره مطرح کړي ناڅاپه یې وار له مخه د ځان ناکامۍ ته پام اوړي :

- څوک به پر ما باور وکړي؟

- او زه څنګه باید پر چا باور وکړم؟

- څوک به پر موږ باور وکړي؟

- او آیا د وطن ازلي او ابدي بدمرغه نه دی؟ نو ولې خوشې خواري وکړو؟

- آیا که زه څه وکړم د ګاونډیو استخبارات به مې ژوندی پریږدي؟

- ایا دا اختاپوتي او مافیايي حکومتونه به زما خبرې ته غوږ کېږدي؟

او داسې نورې سلګونه پوښتنې د هغه چا په ذهن کې وار له مخه را شنې کېږي چې غواړي د افغانستان او افغانانو لپاره کوم څه وکړی، راشنې شوې پوښتنې شاخ او پنجه کوي او بلاخره یې له ارادې او ذهن څخه را تاوېږي، له رواني پلوه پر شرایطو او هېواد ټولیزه بې اعتمادي موږ د ځان اسیرانوي او په ځان کې مو وژني یا مو د شدیدې وګړوالۍ (فردیت) Individualism په لوري ورټیل وهي.

دا ډول پر ځان بې باوري ګڼ هغه استعدادونه او فکرونه وژني چې یو وګړی یې د ټولنې او هېواد په اړه درلودلای شي.

ملي بې باوري له کومه راغله؟

د جګړې ارواپوهنه – ټولنپوهنه دا د اوږدې مودې جګړې یو له بدو میراثونو څخه ګڼي په تېره بیا د افغاني جګړې، چې له بده مرغه له پېله تر پایه د استخباراتو جګړه وه او ډېر ځله یې لوبڅاري او لوبچاري پردي خو لوبغاړي یې افغانان وو، ځکه خو افغانان وژل کېدل ددې لپاره چې نور بچ پاتې شي.

په دیرش کلنه جګړه کې ګاونډیو او زبرځواکونو د خپلو ګټو د خوندې کولو لپاره افغانان جنګول او ددې لپاره چې دغه سولوونکې جګړه اوږده شي له ګڼو استخباراتي او تورو سیاسي لوبو او چلونو څخه یې کار اخیسته . یوه لویه لوبه او دسیسه یې د افغانستان د خلکو ترمنځ د بې باورۍ خپرول او عامول و، د انګریزی ښکېلاک دا شعار خو زوړ دی چې « تفرقه واچوه، حکومت وکړه!» ددې تفرقې لپاره باید د بې باورۍ فضا پر ټول ملت خوره شوې وای. د استخباراتو په شیطاني علم کې ګڼ داسې میتودونه شته چې څنګه خلک په بېلا بېلو ډلو وویشئ او بیا یې سره وجنګوﺉ، داسې چلونه په بې وزله، وروسته پاتې او د ټېټ سیاسي شعور والا ټولنو کې ډېر کاري او اغیزمن وي، څوک کافر، څوک افراطي څوک دا او څوک هغه، دا په KGB پورې وتړه هغه بل په CIA پورې او که نه د ګاونډیو استخبارات خو نغداو اسانه دي. نن د هغې ښځې کیسه عامه کړه چې خره شوې ده، سبا ته د لشمک آوازه ګډه کړه، بله ورځ په بادرنګو کې زهر پیچکاري کړه ، نن په معصومو نجونو تیزاب وشینده، سبا ته د سوداګرو بچي وتښتوه، بله ورځ د ماشومانو بډوډي خرڅ کړه ... او په دې او هغه افغاني څېرې پسې نغارې وډنګوه. بس داسې لوبې ډېرې وشوې اوخلک یې د هر چا او هر څه په وړاندې بې اعتباره، بې اعتماده او بې باوره کړل. د استخباراتو او سیاسي لوبو تر څنګ جګړې، شدیدې لوږې اومعنوي فقر د ټولنې اخلاقي معیارونه، عقاید او معنویت هم کلک وځپل. ډېر ځله یوشمېر کسانو دیوې مړۍ ډوډۍ لپاره الهي ډار، د وجدان حکم او اخلاق تر پښو لاندې کول کله کله خلکو له ځان سره فکر کاوه چې : « ګوره پلاني د اسلام او ایمان چیغې ډېرې وهي خو انسانان ډېر آسانه وژني، دا ولې؟» دځینې مذهبي مشرانو اعمالو خلکو ته ګڼې عقیدوي پوښتنې پیدا کولې. هغه چې په وچه ګیډه وسله پورته کړې وه اوس په دوبۍ او لندن کې بلډنګونه لري او د نړۍ بانکونه یې له پیسو چوي، نو ګواکې غلا، جنایت، حرام خوړل او ظلم کول روا دی؟؟

که نه دي روا ،نو ولې یې دایا هغه سیاسي او مذهبي مشر کوي.

هغه چې د سیاسي تقوا، او وطندوستۍ نارې وهي هغه هم غلا کوي نو دا څنګه ده؟  بس دې مسایلو دخلکو باورونه وځپل اوچې تردې وروسته ورته د معنویاتو او ارزښتونو‎، څېرو، مبارزو، ارمانونو او ایډیالونو نوم واخلې، یو ترخه موسکا وکړي او په بې صبرۍ سره درنه وغواړي چې خپل کار ته یې پریږدې.

حل لارې :

د ویښتیا او روښانتیا پړاوونه په کلکه د راغلې بې باورۍ له منځه وړو ته اړتیا لري.

تر هر څه وړاندې ښايي داسې مسلکي ارګانونه رامنځ ته شي چې د بې باورۍ د رامنځ ته کولو لپاره د دښمنو دسیسې وپېژني او د شنډولو میکانیزمونه یې رامنځ ته کړای شي.

حکومت باید د خلکو منځ ته ورننوځي او ځان دا غزیوله جېلونو څخه خلاص کړي.

مطبوعات او فرهنګي مرکزونه کولای شي په دې برخه کې داسې تبلیغاتي پروګرامونه جوړ کړي چې د افغانانو ترمنځ باور او اتکا ډېره کړي.

حکومت او نور دولتي موسسات ښايي څو کاله پرله پسې د خپلو چارو داسې تبلیغاتي کمپاینونه عملي کړي چې ریښتنې وي او کړای شي پر حکومت دخلکو اعتماد بیا ورغوي. دا کمپاینونه ،نه ښايي دروغجن اوتېر ایستونکي اوسي.

ګوندونه او د مدني ټولنې غړې موسسې کولای شي د ټولنیزې اصلاح داسې پروګرامونه ولري چې بې باورۍ را کمې کړي.

با اعتباره او محبوب ملي شخصیتونه، او په دودیز ډول د جرګو – مرکو قومي مشران هم هغه کسان دي چې کولای شي دا چاره چټکه کړي.

خو تر ټولو اساسي او غوره ځای یې ښوونځي او پوهنځي دي.

د پوهنې نصاب باید ملی باور وروزي او راتلونکی نسل د بې باورۍ له مهلکې ټولنیزې ناروغۍ څخه وژغوري.

حکومتونه ښايي د بې باورۍ له ټولو مواردو څخه بښنه وغواړي او د سیاسي عذر غوښتنې شهامت ولري، دا شهامت او عادت د باور او سیاسي صداقت فرهنګ پیاوړی کوي.

دیني علما ښایي د اسلام په سپیڅلي دین کې دټولنیزې اصلاح داوامرو دعلمي  تفسیر په دودولوسره خلک هغه اعتقادي بنسټونو ته متوجه کړي، چې تقوا او یو پر بل باور زیاتولای شي. ځکه له اخلاقي، عقیدوي او قانوني اړخه د هر هغه عمل ممنوعیت لازم دی چې ملي بې باوري رامنځ ته کولای شي.

د بې باورۍ د عواملو د کمزوري کولو لپاره د عقیدوي بنسټونو اخلاقو او قانون پیاوړي کول پکار دي. ځکه د عقیدې، اخلاقو او قانون په چوکاټ کې انسانان خپل ټولنیز او فردي اعمال کنټرولوي، او د شخصیت حق او مسؤلیت د ځان، بل او ټولنې په وړاندې تنظیموي، که دغه اړیکې منظمې او معقولې وي، باور او اعتماد رامنځ ته کېږي.

هوښیار حکومتونه د ټولنپوهنې پر معیارونو ولاړ بنسټونه او فکري مرکزونه جوړوي چې دغه هر څه تنظیم کړي.

موږ په افغانستان کې هوښیار حکومتونه، د ملي باور د پیاوړي کولو لپاره مسلکي بنسټونه او ډېر کار ته اړتیا لرو، چې له دغې ټولیزې سترې بدمرغۍ څخه ځان وژغورو.

په همدې هیله