Wadan weblog 2

موږ او دیموکراسی - درېیمه لاره - ۷ برخه

02.10.2009 11:24

 

دیموکراسي ښه ده که بده؟ موږ یې غواړو که نه؟ او که نه یې غواړو نو د خپلو حقونو د تثبیت او حکومتونو د جوړولو لپاره باید څه وکړو؟

څو لسیزې کېږي چې کمبخته دیموکراسي په افغانستان کې سرګردانه ده، کله له کفر سره معادل ګڼل کېږي او کله هم د ملي ستونزې د حل یوازینۍ لاره بلل کېږي. ځینو افغانانو ته دیموکراسي یو شی، یو سړی یا یو ماشین ښکاري چې باید له لویدیځه راوړل شي. ځینې نور یې د کفارو د جاسوسانو چل ګڼي چې په نباتي غوړیو کې د خوګ له وازدې سره ګډه شوې وي او یا یې په مشکي صابون کې زموږ د ایمان د زیانمنولو لپاره رالېږلې وي. یوازې نالوستي افغانان نه دي، چې له دیموکراسۍ څخه داسې تعبیرونه لري، بلکې لوستي، په اصطلاح روښانفکران او آن له لویدیځه راستانه شوي افغانان هم تردې لا خندوونکي تعبیرونه لري. دا ډله افغانان درې ډوله تیروتنې لري، لومړۍ ډله چې ویني کټ مت د لویدیځ ټیپ دیموکراسۍ ټولې ښېګڼې نه شته له یو ډول کولتوري ټکان Cultural Shock سره مخامخېږي. زما یو ښاغلی لویدیځمیشتی دوست یوځل په دې عصباني  و، چې پلانکي تنظیمي مشر ولې د یوه ژورنالیست پر هرومرو نیولو او جزا ورکولو ټینګار کاوه، چې دغه مشر ته یې جنایتکار او وژونکی ویلي و، زما د لویدیځمیشتي دوست عصبانیت په دې کې و، چې که دا ژورنالیست ونیول شي نو د بیان آزادی او دیموکراسي به څنګه شي؟

بله ډله فکر کوي چې له روان کړکېچ څخه د وتلو لاره داده چې دیموکرایتک شرایط رامنځ ته شي او آن وسله وال ایډیولوژیک او مذهبي مخالفین هم په دې پروسه کې را ګډ کړای شي، وايي « زه دې په مسلمانۍ کې شک لرم ته راته مریدان نیسې». دا ښاغلي دې ساده پوښتنې ته ځواب نه لري چې دا کار به کوي څوک؟

درېیمه ډله چې د دیموکراسۍ له پلي کولو ناهیلي دي وايي : په افغانستان کې دیموکراسي میموکراسي نه چلېږي باید نورې لارې ولټول شي،خو عجیبه ده چې دوی هم د بلې لارې تعریف او پېژندنه، نه لري اوهسې په هوا کې تورې وهي.

نو دا د دیموکراسۍ هېولا څه ده؟

د دیموکراسۍ ساده مفهوم ولسواکي ده. ځینو بلاغتپوهانو یې پېژندنه داسې هم کړې چې : د خلکو لپاره پر خلکو دخلکو حکومت ته وايي، مانا دا چې  د خلکو د حقونو د تأمین او د ژوند د ښېګڼې لپاره د خلکو د داسې استازي حاکمیت جوړول چې خلک یې په ټاکلو کې ونډه ولري او هر وګړی په کې خپل حق ته ورسیږي. په دې توګه وینو ،چې دغه په شا راوړې بلا دومره هم پردۍ نه ده چې ویې نه شو پېژندلی.

ولسواکي د افغانستان سیاست ته هغه وخت ورګډه شوه چې په دیارلس سوه څلویښتمو کلونو کې د شاهي زمانې اساسي قانون ګوندونو ،ملي شورا او سیاسي فعالیت ته د راتلو لاره هواره کړه، دې لسیزې ته د افغانستان په اوسمهالي تاریخ کې د دیموکراسۍ لسیزه هم وايي، دا په افغانستان کې د دیموکراسۍ د ناویتوب دوره وه او ښايي تر اوسه یې په دې هېواد کې د ژوند تر ټولو ښې شپې ورځې هماغه وې، له جمهوریت سره دغه ناپېغله شوې ناوې بوډۍ شوه، او د ثور له بدلون سره ترۍ تمه شوه.

د بن له پریکړو وروسته یې یو ځل بیا له چادرۍ څخه سر راویوست خو دا ځل یې بل ډول نخرې کولې، چې ددې وطن خلک ورسره ډېر نه وبلد.

داځل دولسواکۍ اسپه موږ د لکۍ له خوا قیضه کړه، داسې چې د لویدیځوالو په تور دروبڼ کې مو وغوښتل چې اول مطلقه دیموکراسي راولو او بیا ورته ټولنیز – فرهنګي او اقتصادي شرایط آماده کړو، هماغه وو چې هم یې خپل سر وخوړ اوهم زموږ.

 افغانستان، چې هسې هم د سیاسي اصطلاحاتو د شرمیدلو ځای و تر کمونیزم، لیبرالیزم، سیاسي اسلام او ... ایزم ... ایزم وروسته ، دادی دیموکراسي هم خپل حالت ته په اوبو کې خوله شوه.

ولسواکي هغومره پیچلې بلا هم نه ده چې موږ دې یې ونه شو پېژندلای، د اقتصادي فرهنګي او ټولنیزو مساعدو شرایطو په بستر کې د قانون حاکمیت او د انساني حقونو خوندیتوب دی، داسې چې انسانان د ژوند، بیان او دانتخاب آزادي ولري او وکړای شي د خپل سیاسي برخلیک په ټاکلو کې ځان شریک وګڼي. په دې کې هم شک نشته چې د ټولنو له عقیدوي – فرهنګي ارزښتونو سره سم د دیموکراسۍ ځینې شرایط بدلیدای شي، مانا دا چې ولسواکي هغه ډول چې په یوه اروپايي یا نا اسلامي ټولنه کې حدود او صغور لري لازمه نه ده ،چې په یوه اسلامي ټولنه کې دې هم ولري. مثلاً که په یوه اسلامي ټولنه کې یو وګړی وغواړي د روژې په مبارکه میاشت کې د خلکو ترمنځ روژه وخوري او ووايي چې ګواکې دیموکراسي ده، حق لرم! دده دغه ادعا سمه نه ده. ځکه ده ،ددغې ټولنې حاکم قانون تر پښو لاندې کړی او په حقیقت کې دده دغه ناقانونه کار ټولنیز نظم ګډوډ کړی دی. او په دې توګه دده همدا عمل هم د ولسواکۍ پر ضد عمل دی. له دې کوچني مثال څخه ښکاري چې د لنډپاریو وګړیو له نظره د حاکمو اخلاقو او قوانینو تر پښو لاندې کول، انارشۍ ته لاره هوارول او بیا دې ته د دیموکراسۍ ویل یو ناسم او د ولسواکۍ ضد کار دی.

د همدې لپاره ښايي هره ټولنه د خپلو فرهنګي – عقیدوي او ټولنیزو – دودیزو ارزښتونو مطابق خپله ولسواکي را جوړه کړي.

ما پخوا هم دا مثال څو ځله ویلی و، چې دیموکراسي د کرسمس ونه  نه ده، چې موږ دې یې د امریکا یا اروپا له کوم ځنګله څخه راوباسو او دلته د کابل په سیاسي پارک کې یې کینوو او بیا دی تمه ولرو چې راشنه شي او همدا سبا دې یې تر سیوري لاندې کینو.

دا بیخې ناسمه تمه ده. ددې پرځای موږ ښايي د افغاني ولسواکۍ هغه زړی د افغانستان په پسته شوې خاوره کې وکرو، چې ددې ولس له عقیدو، باورونو، ارزښتونو او دودونو څخه اوبه وڅښي او ددې هېواد له شرایطو څخه ساه واخلي، وروـ ورو بیخ ونیسي، را لویه شي او بلاخره داسې ستره ولسواکۍ رامنځ ته کړي، چې بیا یې نه د لویدیځ د کپیتالیزم توپان راچپه کړای شي او نه هم د ختیځ د سوسیالیزم سیلاو.

له کومه ځایه یې را پیل کړو؟

لومړی دې ته اړتیا ده چې له روان بحران څخه ووځو.

تر کړکېچ راوتې ټولنې لا هم د کړکېچ د دورې یو شمېر میراثونه له ځانه سره لري، موږ کورنۍ جګړه تېره کړې ده او له دې جګړې څخه ډېرې ډلې، وګړي او ډېرګړي را پاتې دي چې قانون ماتوي اوټولنیز نظم ګډود وي. د لویدیځ ټیپ په دیموکراسۍ کې دغه وګړي او ډېر ګړي د قانون حاکمیت ته غاړه نه ږدي، دوی فکر کوي چې که قانون حاکم شو او نظم راغی نو له دوی څخه به یې د تېرو جنایتونو پوښتنه وشي، ځکه خو د خپلې بقا لپاره هم د دیموکراسۍ په بالاپوش کې انارشي غواړي. نو د همدې لپاره لومړنی ګام د داسې یوه عادل او قهار حاکمیت رامنځ ته کول دي، چې په هر قیمت د قانون حاکمیت پلی کړی.

تردې وروسته د اقتصادي – فرهنګي بستر هوارول دي. د ویښتیا او روښانتیا په پړاو کې باید ټولو خلکو ته افغاني ولسواکي ور وپېژندل شي، د هغې ښېګڼې او اړتیاوې د عامه پوهاوي د یوه ملي پروګرام په ترڅ کې معرفي شي.

خلک ښايي دا احساس کړي چې د نس مړولو لپاره له قانون ماتولو او جرم کولو پرته نورې لارې هم شته.

زما یو ښه دوست دی، ښه سیاسي نظریات لري، خدای دې یې مل شي، یوه ورځ مو په ولسواکۍ خبرې کولې او په اوسنیو شرایطو کې مو د ولسواکۍ د ټولو اصولو پر حاکمیت فکر کاوه، هغه مثال را کړ: (( فکر وکړه چې څوک ډېر سخت ټپي دی، کولمې یې راوتلي، یو لاس او یوه پښه یې پرې شوي، په بدن هم ډېر سوری سیوری دی او وینه هم په شدت ورڅخه روانه ده خو ښاغلی جراح ډاکتر یې پر مخ د یو کوچني پټ زخم پر تداوۍ اخته دی او په ډېر دقت هغه پانسمان کوي، له جراح څخه که پوښتنه وکړې، چې ولې یوازې پردې کوچني ټپ وخت تیروې؟ نو درته وبه وايي :

ته ودرېږه چې دا بیا په راتلونکي کې داغ نه شي او خدای مه کړه د ناروغ ښکلا ته یې زیان ونه رسېږي(!)

زموږ جراح هم په همداسې ښکلاییز کار اخته دی او د افغانستان ټپي بدن وینه ضایع کوي.)) زما د دوست له نظره لویدیځ ټیپ دیموکراسي د هماغه ښکلاییز ټپ غمخوري ده. موږ باید اول افغانستان وژغورو او ویې ساتو چې بیا په کې ولسواکي راوستلای شو.

یوه بله علمي معادله :

که په یوه ټولنه، هېواد او ولس کې کړکېچ د ولسواکۍ د نشتوالي له امله رامنځ ته شوی وي نو هلته ښايي ټولې سیاسي هڅې ددې لپاره ځانګړې شي،  چې ولسواکي ټینګه او کړکېچ حل کړای شي، خو که په یوه ټولنه کې د بحران لاملونه نور وي مثلاً بې امنیتي، لوږه، د قانون نشتوالی یا کمزوری حاکمیت، ادراي فساد، د جنایتکارانو او پوځي ډلو خپلسري، د ګاونډیو لاس وهنې او نور ،چې آن ولسواکي هم، دهمدې  عواملو له کبله نه شي تامیندای بیا نو ښايي نورې حلچارې وپلټل شي. موږ په همداسې یوه سیاسي چاپېریال کی یو، قانونواکي تر ولسواکي مخکې اړتیا ده ځکه امنیت، اقتصادي وده، د قانون واکمني، اصلاحات او د فرهنګي سطحې لوړوالی ( لوړ عامه شعور) د ولسواکي د ټینګېدو اسباب دي. ځینې ښاغلي به ادعا کوي چې دا هر څه له ولسواکۍ پرته نه شي ترسره کېدای، خبره بیا د چرګۍ او هګۍ ده، مګر زه داسې فکر نه کوم.

د افغانستان لپاره یو ځواکمن، ملي او عادل قاطع حکومت په کار دی چې ثبات ټینګول، اقتصادي وده، ټولنیز عدالت او د ویښتیا او روښانتیا پړاوونه ترسره کول یې لومړۍ دندې وي، که څه هم د لویدیزې دیموکراسۍ له ټولو  فروعاتو او څانګیزو ژمنو سره سم نه وي جوړ شوی، همدا حکومت کولای شي موږ دې ته ور نږدې کړي چې د دیموکراسۍ زړی وکرو.

ددې نظر مخالفین به وايي چې سیاسي نظم د حاکمیت مشروعیت او پر کړنو باندې دایمي نظارت او حساب غوښتنې ته اړتیا لري، کوم چې د ولسواکۍ هډبندي جوړوي. هو، همداسې ده زه تر بشپړې ولسواکۍ مخکې یوه قانونواکه جمهوریت ته اړتیا وینم. په جمهوریت کې د قانونواکۍ پړاو همداسې راځي؛ حاکمیت د ټولټاکنو له لارې خپل مشروعیت ترلاسه کوي، دنظارت، قانون جوړونې، او حساب غوښتنې لپاره ملي شورا شته، افغانستان دا مزل وهلی دی خو پاملرنه دې ته په کار ده چې اول یو ملي – ژمن او کاری حاکمیت رامنځ ته شي او بیا همداسې حاکمیت ته ډېر صلاحیت او واک ورکړل شي چې په هېواد کې د قانون واکمني او نظم راولي.دبشپړې ولسواکۍ له شرایطو سره ددې دورې یو تفاوت د واک په مرکزونو کې دی . دجمهوریت په دې پړاو کې حاکمه هیئت ډیر واکونه لري او دوروستیو پریکړو صدور او اجرا کول د حکومت په لاس کې وي.

ښايي حاکمه هیئت له دغه واک څخه د ناسمې کارونې تمایل ولري، خو که مدني ټولنه او پارلمان ،یوازې او یوازې د ملي ګټو لپاره ،ځواکمن نظارت او څارنه وکړي، حاکمه هئیت ورانی نه شي کولای .که څه هم په دې حالت کې مقننه ځواک دحکومت دراپرځولو او یا بدلون صلاحیت نه لري،  ، له بده مرغه په افغانستان کې د نظارت او څارنې سیاسي پروسه هم د حاکمه هئیت  د را پرځولو او ځان حاکمیت ته د رسولو یا مطرح کولو تر بریده پېژندل شوې ده، بیا هم له سیاسي نوموونو څخه د بې خبرۍ ستونزه!

له دې څخه څه پایله اخلو؟

موږ ښايي ولسواکۍ ته د ورننوتلو پر درشل پښه کېږدو، او بام ته د ورټوپ وهلو هوس له سره وباسو.

موږ یوې قهارې خو عادلې قانونواکۍ ته اړتیا لرو، چې ثبات، سمسمکي، اقتصادي پرمختګ او ولسواکۍ ته د ور رسیدو پړاو بشپړ کړي. د ویښتیا او روښانتیا پړاونه په علمي – ټولنپوهنیزو آرونو عملي کړي، د ټپي افغانستان د وینې بهیدو سوري بند کړي او ور ویې تړي، د ښکلا لپاره به یې وروسته هڅې پیل کړو.

 دغه قهاره قانونواکي باید د خلکو د ارادې پربنسټ رامنځ ته شوې وي او مشروعیت ولري، خو د ملي اجرأتو بشپړ واک ورسر ه وي.

په همدې پړاو کې ښايي د ولسواکۍ مټې هم ورو ورو وکرل شي مانا دا چې سراسري او له مانا سره سم سیاسي ګوندونه رامنځ ته کړو. له ځواکمنو ګوندونو پرته ولسواکي پر ولسواکۍ پورې خندل دي. له ولسواکۍ سره همزولي ګوندونه به لکه جوړه ماشومان سره را لوی شي او د قانونواکۍ تر سیوري لاندې به وده وکړي چې ګوندې په راتلونکې کې د یوې ځوانې افغاني ولسواکۍ په راتلو له دې بدمرغیو وژغورل شو.

په همدې هیله