Wadan weblog 2

د ښار او کلي جګړه ،درېیمه لاره ،۸ برخه

16.11.2009 05:38

 

داخبره ډېره شاربل شوې ده، چې د افغانستان اوږدو بدمرغیو او کړکېچونو ګڼ اړخونه  درلودل او لري یي ؛ نړیوال لاملونه، سیمه ییز هغه او په کور دننه عوامل. یو شمېر سترګور او ځیر کتونکي فکر کوي ،چې د افغانستان دننه هم د څو نسلونو یا ټولنپوړونو ( اجتماعي اقشارو) او انددودونو ترمنځ پټه جګړه روانه ده. ددې جګړې یوه درنه برخه د کلي او ښار ترمنځ جګړه ده.

موږ سرشمېرنې نه لرو چې خبر مو کړي؛ څومره افغانان په کلیو او څومره په ښارونو کې اوسي له انقلابونو څخه را په دې خوا ښارونوته د کلیوالو را ننوتلو دا محاسبه نوره هم سخته کړې ده، له جګړو، وزګارۍ او ناامنۍ څخه په تېښته کلیوال ښارونو ته ورننوځي او هلته پرته له دې، چې له امکاناتو، اسانتیاوو، روزګار او پېسو څخه د ښارونو تشې ګیډې په خلکو وپړسوي بله ګټه نه کوي. ډېر ځله په روزګار پسې ستړی کلیوال ښار ته راشي او ددې پر ځای چې کار ومومي د ښاري کاریکاتور له ګډوډۍ اوتمسخر څخه په زړه مات شي یا د ښار په کرکجنو دوړو او لوګیو کې ورک شي او خپله کلیواله پېژندپاڼه (هویت) هم ورک کړي او یا خو په مات زړه بېرته کلي ته ورستون شي. موږ ښارونه نه لرو د ښارونو کاریکاتور لرو. ښارونه یوازې د خلکو ګڼې ګوڼی او د موټرو ډېروالي ته نه وايي، ښار د یوه ځانګړي فرهنګ لرونکي ټولنځای ته وايي چې د مدني ارزښتونو تر څنګ د ژوند د مادي اسانتیاوو لپاره هم امکانات ولري، د افغانستان ښارونو په انقلابونو کې د مدني فرهنګونو او ارزښتونو د له لاسه ورکولو ترڅنګ د مادي اسانتیاوو بنسټونه هم له لاسه ورکړل، یوازې کابل ته همدا څو میاشتې مخکې له بل هېواده خیراتي برېښنا را ورسیده، سړکونه یې همدا اوس هم د ډبر پېر ( عصر حجر) د زمانې دي، عامه ترانسپورت نه لري او ژمی د خټو  او اوړی د دوړو له برکته پېژندل کېږي .  یو عجیبه خبره خو داده چې د افغانستان هېڅ ښار د کانالیزشن سیستم نه لري، پارکونه او پارکینګونه   نه پېژني.

خو د همداسې عجیبو ښارونو اوسیدونکي د ښاري اکټونو پوره شوقیان دي او کلیوالو ته اوس هم په اصطلاح (اطرافي) وايي.

تاسو به اوریدلي وي ،چې : « افغانستان یو کرنیز هېواد دی .» دغه غونډله دا مانا لري چې زموږ ملي اقتصاد پر کرنه ولاړ دی، او دا به هم منئ چې کرنه په کلیو کې کېږي، نو ددې منطقي پایله دا راوځي چې موږ افغانان د کلیوالو له خیراته روزي خورو، خو له هغوی سره مو چلند بیا  هم عجیب دی.اوس راځم د ستونزې پېژندلو ته :

لانجه زړه ده، په پاچاهي زمانه کې څو سرداران او لویې کورنۍ پر ښارونو حاکمې وې او پاتې کلیوالو د درېیمه درجه اوسیدونکو (اتباعو) حیثیت درلوده. زاړه توپیرونه او عقدې له هماغه ځایه را پیل شوې، تاسو « د کونډې زوی» سریال بیا وګورئ د افغانستان د کلیو او ښارونو د توپېرونو تراژیکه کومیډي ده، ښار یعنې غولوونکی هېولا، د چل، د روهې او هوسونو بازار او کلی د ساده توب او بې خبرۍ سیمه.د پخوانیو د ژوند تفاوت د اکثریت کلیوالو زړونه له ښارونو خپه کړي وو، لیدل یې چې لاسونه دده تڼاکې دي، خو په غنمو یې د ښاري بادار په کور کې کېک پخیږي . د پاچاهي په کلونو کې چې د دیموکراسۍ نغاره وډنګېده او ګوندونه راشنه شول او بیا پسې سره شول ،نو د ګوندونو یو شمېر هوښیار چلوونکي او یا هم د هغوی بهرني انډیوالان په افغانستان کې د کلیو او ښارونو ترمنځ توپېرونو او پټو ټولنیزو غوټو (عقدو) ته متوجه شول او پسې راوايې خیسته ، چې د کلیوالو له پاکو احساساتو او صداقت څخه د خپلو ګوندونو د پړسولو او چلولو لپاره ګټه واخلي کیڼ لاسیو د خان، ملک ، بزګر او کرګردپرولتري مبارزو شعارونه را پورته کړل، د زبېښاک ( استثمار) سورې یې پیل کړې او د بزګري پاڅون په نامه یې دکلیوالو بریتونه ورغټ کړل او چې راووتل نو لومړی یرغل یې پر ښارونو و، ښي لاسو چې ولیدل لوبه ګرمه ده د کفر ، الحاداو کمونیزم  مسئله یې را توده کړه او د خپلو سیاسي مخالفینو پر ضد یې په همدې ساده وو، خو صادقو کلیوالو کې سنګر ونیوه، بس ‌‌‌‌ډزې پیل شوې، اول د شعارونوډزې، وروسته د ټوپکو او بیا د توپونو ... ښارونه د اشرافو، حکومتیانو، ګوندیانو او تنظیمیانو ځای شو او کلي د وسله والو مخالفینو. دواړه یو د بل پر ضد وجنګېدل – وجنګېدل تر هغو چې دواړه له پښو وغورځېدل. د ښار هر اوسیدونکی کافر او له دین اوایمانه وتلي پېژندل کېدل او مباح الدم او واجب القتل وو، همدا راز کلیوال د افراطیونو او ارتجاعیونو په نامه په بې رحمۍ سره بمبارېدل، دا لوبه تر ننه هم روانه ده او کلي د ښار په وړاندې جنګېږي یوازې نومونه بدل شوي دي، بزګرد فیوډال او سرمایه دار اشرافي په وړاندې مجاهد د کمونیست په وړاندې، انقلابي د ضد انقلاب په وړاندې، اسلامي حکومت دحزبیانو په وړاندې او مجاهدین د ائتلافي ادارې په وړاندې،بیا طالب د شر او فساد په وړاندې او طالب د صلیبیانو په وړاندې ... نومونه بدلېدل را بدلېدل خو جګړه او د جګړې انګیزه تقریباً هماغه وه. کلیوال او ښاریان یو د بل په وړاندې ودریدلي وو او یو بل یې وژل. په کلیوال ذهنیت کې د ښار په مقابل کې عقده راډېرېده، چې دامریکایانو او اروپایانو د ډالرو باران را شیوه شو، کلیوالو ته څومتره پوخ سړک، یودوه پلچکونه، د اوبو بمبې او څو کیلو اصلاح شوي غنم ورولېږل شول او نور ټول ډالر په ښارونو کې د لپټاپونو له ګېډې راووتل او دچارواکیو ښاریانو په ستوني ورننوتل، ودانۍ دنګې شوې، بلډنګونه په ښیښو پوښ شول، د وروستي ماډل موټرو دروبڼ جوړ شو، خلکو ته د نایټ کلبونو د جوړولو شوق پیدا شو، خو ... کلي لا هماغسې محروم وو، کلیوالو دا هر څه کتل او لایې هم په غوايي باندې قولبه تړله او په یوم یې ځانته د اوبو لیښتی جوړاوه، چې د ښاري NGO باز یا د ښاري وزیر په کور کې د هغه دلور د کالیزې د کیک لپاره اوړه برابر کړي. بیا نو چې په ځمکه ګوزاره نه کېده ستړی کلیوال د ښار په چوک کې مزدورۍ ته ولاړ و، خو ښاریانو ورته د القاعده په سترګه کتل ... لوبه روانه وه  ۸۵٪ خلک د ۱۵٪ ښاریانو په وړاندې، ساړه، په حسرت ناکو سترګو ستړي او ډک زړونه ولاړ ...

د کلیو پاڅون د ښارونو په وړاندې روان دی، خو ډېر خلک پرې نه دي خبر، ښاریان لا هم مباح الدم دي، ځکه د صلیبیانو ډالر خوري، ځانمرګی، بم، راکټ او هر څه پرې روا دي.

له همدې خپه وو کلیوالو سره دومره مرسته هم ونه شوه، چې خپل ښوونځي له سوزولو څخه وژغوري، بهرنیو استخباراتچیانو چې د کلیوالو نارضایتي لیدله او د ښار او کلي توپېرونو ته ځیروو، په منډه را ننوتل اول یې ورته ښوونځي وسیزل او چې د کلیوالو د ویښتیا او روښانتیا په اړه یې اندیښنه لرې شوه نو د صلیبیانو په وړاندې یې ټوپکونه ورکړل، کلیوالو یو ځل بیا بیل او قلم هېر کړل او سنګر ته ولاړل.       زړه لوبه، نوي لوبغاړي.

څه باید شوي وای چې ونه شول؟

همدا چې د نړیوالو مرستو جوالونه راسوري شول، باید د افغانستان د اقتصادي ټولنیز او فرهنګي جوړښت له مخې د مرستو بهیر کلیو ته ورغلی وای . هلته کرنیز سیستم، ښوونځي، لارې، د کرنیزو محصولاتو د پروسس امکانات، کارونه، روغتیايي اسانتیاوې، اوبه او بریښنا ورغلي وای، چې ۸۵٪ خلکو هم ځانونه ددې هېواد اوسیدونکي او (اتباع) احساس کړي وای، موږ ټولې پېسې په ښارونو کې د (جندر بېلانس)، (هیومن رایټس)، (کپسیټي بلډنګ) او (ومن رایټس) په ورکشاپونو ولګولې ډالر مو په دې وشیندل چې د وزیر اکبر خان او نوي ښار اوسیدونکي ولې د نایټ کلپ د لرلو له حق څخه محروم پاتې دي، آخر دیموکراسي ده که نه !؟ موږ یورو او پونډونه په (تولسي)، ( پرینا) او (مسټر بجاج )ولګول او د تلویزیونونو خولې مو د کلیوالو پر لور ورکږ ې کړې، هغوی چې په تلویزیون کې ولیدل چې تولسي بتانو ته عبادت کوي نو په غوږ کې ورڅڅول شوې دا خبره ریښتیا شوه، چې ښارونه کافر شوي دي او د صلیبي ښارونو په وړاندې جهاد فرض دی.

یو وخت ښار ته زما د یو راغلي کلیوال مېلمه د ذهنیت روښانولو لپاره مې هغه له ځان سره جومات ته بوته چې د ښار په کافروالي یې باور راکم کړم، چې له لمانځه څخه راستانه شوو، نو د یو هوټل تر مخې غټ تلویزیون لګیدلی و، او د کوم هندي یا اروپايي ډانس لوڅې صحنې یې خپرولې ،هوښیار کلیوال مېلمه په سترګو کې راته وکتل، توبې یې وویستې او بیا یې سترګې پر ځمکه وګنډلې.

زما ۸۵٪خلک زموږ ښارونو او زموږ حکومتونو ته له همدې اړخه ګوري، زه به یو شمېر لوستونکیو ته غیرمدني، وروسته پاتې او آن اطرافي ښکاره شم ،خو قدرمنه ښاري!

د( پرمختګ )او (فرهنګي ښکېلاک) ترمنځ توپېر وپېژنه، مدني کېدل ښوونځي، پوهنځي، روزنځي، روغتیاکتنځي او د کرنې و اقتصا پرمختګ ته اړتیا لري، دې ته کار وکړه، تولسي او نایټ کلپ د پرمختګ نښه نه ده، ولې خپله رنګه بدوې؟

حل لاره:

تر هرڅه وړاندې ښایي دښار او کلي د تقابل او تضاد لاملونه وپېژندل شي او له منځه ولاړ شي. دډوډۍ په بودولو کې له کلیوالو څخه باید مننه وکړو او دا مننه هغه وخت کیږي ، چې ښار ته له بهره رارسیدلي امکانات د کلیو د اړتیا او سرشمېر له مخې ورواستول شي.

د یوې فعالې دیپلوماسۍ له لارې باید نړیوالو ته د افغانستان ریښتینی انځور ورکړو، او د لومړي ځل لپاره یې وپوهوو چې د دوی له راتلو سره د ۸۵٪افغانانو ژوند نه یوازې دا چې  ښه شوی نه دی، بلکې خراب شوی هم دی ، ځکه د نړیوالو تر راتلو مخکې دوی فقیر، بې وزله، بې ښوونځیه او بې روغتونه وو، خو لږ تر لږه امنیت یې درلوده، اوس خو ښوونځی او د کرنې اسانتیاوې موږ  ورنه وړې بلکې لا یې هم بمباروو او د القاعده په نامه یې ...

راځئ د يوه مارشال پلان له مخې د ټولو مرستې لویه برخه مخامخ کلیو ته وروړو؛ لویې لارې، لوی بندونه، د اوبو لویې ویالې د کرنې پرمختللي وسایل وروړو بیا یې د زراعتي محصولاتو د مارکیټ غم وخورو، تر هغه ور ا خوا کلینک او ښوونځي ښه پریمانه ورته جوړکړو، بیا یې له فرهنګي پلوه د ذهنیت بدلولو ته هڅه وکړو، چې ټول ښار او ښاري ارزښتونه د دوی پر ضد نه، بلکې د دوی د مرستې لپاره دي او نه ښايي له هغو سره وجنګېږو. خپله میډیا اصلاح کړو او د تولسي پر ځای ورته افغاني ـ اسلامي او روزونکې تفریحي پروګرامونه جوړکړو.

د افغانستان حکومت، مدني ټولنې، فرهنګیان، مطبوعات، نړیوالې مرستندویې ټولنې او سازمانونه مکلف دي چې دفکري او فزیکي جګړو بنسټ ونړوي، د ښار او کلي توپېر، د ښاري او کلیوال ذهنیت د تقابل اوتضاد اصل او له کلیوال محرومیت او وروسته پاتې والي څخه د دښمنانو ناوړه ګټه اخیستنه ښايي له منځه ولاړ شي. که غواړوچې ددښمن لاس له خپل هېواد څخه لنډ کړو ښایي دهغه پښه له خپلو کلیو څخه وباسو ، راځئ خپلو کلیو ته ولاړ شو او له خپل بزګر سره په سپېره زمکه پلتۍ ووهو ځکه وایي: هلته چې ته نه یې نو هرو مرو هلته ستا دښمن شته. له ښار سره د کلي پخلا کول اسانه خبره ده، یو څه کار، پام او لګښت ته اړتیا لري، د تولسي، نایټ کلپ او جندربلانس د ورکشاپونو پېسې یې بس دي، ملي او معقول پلان جوړونه او احساس غواړي.