Wadan weblog 2

زموږ کافر(!) حکومتونه : درېیمه لاره ۹ برخه

07.12.2009 07:24

 

د افغانستان یو ولسمشر ویلي و : « د مخالفینو په نظر زه کافر یم، خو زما په وچویلي یې نه دي لیکي چې کافر یم، زه له تاسو (خلکو) څخه پوښتنه کوم چې ولې مې دوی کافر بولي؟»

همدا څه موده مخکې د افغانستان یوه بل ولسمشر وویل : « که د مکې معظمې امام هم راولئ او دلته یې ولسمشر کړﺉ دوی به وايي چې دی هم کافر دی.»

له امان الله خانه تردې زمانه ګڼ واکداران د کافر په نامه لرې کړل شوي دي نو پوښتنه داده ،چې دا دکافر اوغیر کافر جنګ ولې یوازې په افغانستان کې روان دی؟

زه نه غواړم د چاد عقیدې او یا کفر پر ریښتیاوالي او دروغ والي خبرې وکړم، په حقیقت کې دا ډېره سخته ده، چې څوک دې یو بل څوک ـ چې ځان مسلمان بولي ـ کافر یا مسلمان زبات کړي، ټول نارې وهي، چې زه مسلمان یم خو مخالفان یې وايي، چې کافر دی. پر ځینو پخوانیو واکدارانو خو ځکه د کافر والي ټاپه لګېده چې خلک یې وژلي یا ځورولي وو، دا بالکل سمه خبره ده خو هغه چا چې پر دوی د کفر ټاپه لګوله ،چې ښه به ورته ځېر شوې دوی به تر هغه کافر واکمنه ډېر خلک وژلي، داړلي او ځورولي وو. د ټاپو لګولو عجیبه انډوخر دی، د هر چا په جیب کې ټاپې دي څوک د کافر په نامه، څوک د کمونیست او څوک د اخواني او القاعده په نامه بس د یوه ملت لاسونه یې یو د بل ګریوانه ته ور اچولي دي، ددې ستونزې ریښه چېرته ده؟

له امان الله خانه تردې زمانه ښکېلاک په نړیواله کچه او ګوډاګي ګاونډیان د سیمې په کچه د افغانانو له مظبوطې عقیدې او پاکو اسلامي احساساتو څخه د خپلو سیاسي چلونو او موخو لپاره ګټه اخلي. اول د یو چا پر وچویلي ټاپه ولګوي او بیا په استخباراتي چلونو، ناسم دلایل او لاسوندونه ورپیدا کړي بس سړی کافر شي او پر ضد یې جنګ روا شي، دده له لاسه حکومتونه هم کافر شي او لانجه جوړه شي، اوبه چې خړې شوې ګاونډیان او نړیوال ښکېلاکګران د کبانو په نیولو پیل وکړي. دا چلونه انګریزانو او د انګریز سیمه ییزو بچیانو د اروپا د منځنیو پېړیو له کلیسايي واکمنو زده کړي دي، هغه مهال کلیساګانو د خپلو واکمنیو د ساتلو لپاره خپل هر سیاسي مخالف په دې نامه تر دار، ګیوتین یا صلیب پورې کش کاوه چې ګواکې کافر شوی دی، آن د روښانتیا او ویښتیا ناسیاسي پوهان او ساینسپوهان یې هم په همدې نامه وژل چې ګواکې کافر شوي دي.

خو دلته زموږ خوارانو ستونزه نوره هم پېچلې ده، زموږ ـ په اصطلاح ـ کافر حکومتونه هم خدای وهلي دي، له یوې خوا هېڅ په عقل نه راځي او یو د بل له برخلیکه یې نه زده کوي او له بلې خوا له ملت سره د پوهاوي او نږدې خبرو اترو ور نه پرانیزي چې ځان ورته مسلمان زبات کړي. زموږ په اصطلاح کافر حکومتونه په لوی لاس اوبه خړوي؛ یوخدای خوار کړی را پاڅیږي او (نعوذوباالله) په لینین یا کوم بل اروپايي ږیره ور درود ووايي، بل یې ناڅاپه خپله ښځه لوڅ مخ راوباسي او په کلیوالو باندې هم په زوره شپو خولۍ ور واغوندي، کوم بل یې د بوش له مرستو دومره مننه وکړي چې خبره ورنه خرابه شي، یو بل یې له داسې وژونکي سره لاس یو کړي، چې د خلکو له کافره هم ډېر بد راځي ... بس همدا کافي ده چې په کلیو کې ډنډورې وغږول شي چې حکومت کافر دی، غریب حکومت چې هر څومره اذانونه او جوماتونه ډېر کړي، بیا یې څوک نه مني. د دښمنو او انګریز پاللیو کړیو ټاپه دومره زوروره وي ،چې پاکزړي زلمیان ځانمرګیو بریدونو ته هم چمتو کوي خو د کافرو حکومتونو د ذهنیت جوړولو توان دومره کمزوری بلکې په نشت شمار دی چې ځان خلکو ته مسلمان نه شي زباتولای.

بس ټوپک راووځي او تورې پر غاړو راکش شي، ګواکې د کفر او اسلام جګړه یوازې په همدې خاوره کې روانه ده او افغان ولس په کې سټ شو، نور اسلامي اوغیر اسلامي هېوادونه خپل عیش کوي، ټکنالوژي پالي او خلک یې پرمختګ کوي، کله کله د افغانستان له حالته په رسنیو کې خبر شي، خواخوږي ورته نڅه  ـ  نڅه وکړي او دښمنان په شونډو کې موسکي شي چې ،هه: دسیسې کامیابې شوې.

کابل او ولایتونه له ډېرو هدیرو ډک دي ،څوک د سورکاپېر په نامه خاورو ته تللی او څوک د سره کاپېر د مرداروونکي په نامه ... خو هیچا په دې څېړنه نه ده کړې چې په یوه ۹۹،۹٪مسلمان هېواد کې دومره سره کاپېر له کومه شول؟ او بده خو یې لا دا ده چې لا هم موږ په دې و ژلو او وژل کېدلو ویاړو.  

د ویښتیا او روښانتیا د پړاوونو پیلېدو په درشل کې، هغه څه چې ډېر د پام وړ دی، همدغه ستونزه ده. موږ څنګه  کولای شو له هر حکومت سره د کفر په نامه د ښکېلاک او استخباراتو د دښمنۍ مخه ونیسو؟ پخپله د ویښتیا او روښانتیا پړاوونه که په غور سره عملي شي ددې غوټې په خلاصون کې مرسته کولای شي.

درېیمه لاره :

ستونزه ښايي له دواړو خواوو را کوچنۍ شي، حکومتونه ښايي د سیاستپوهنې او ټولنپوهنې له نویو میتودولوژیو سره سم داسې هڅې پیل کړي چې خلکو ته نامسلمانه ښکاره نه شي. فاسد حکومتونه هېڅکله مسلمان حکومت نه شي حسابیدای، هېڅ رسمي چاره ښايي له دیني اصولو سره په ټکر کې نه وي.

هغه ارګانونه ،چې د مذهبي چارو لپاره ګومارل شوي ،نه ښايي سمبولیک وي، بلکې دوی ښايي پر علمي بنسټ دا وڅېړي چې څه لاملونه شته چې مخالفین ورڅخه د حکومتونو د تکفیر لپاره کار اخلي.

له امان الله خانه تردې زمانه تجربې زموږ په مخ کې دي .ددې تجربو شاربل د حل کوچ را ایستلی شي. بله حلچاره داده چې له خلکو سره د خبرو او تفاهم دروازې پرانیزو، حکومتونه که دچکونو، سیمیټی دیوالونو او سنګرونو له حصاره راووځي او د پوهاوي (کمونیکېشن) له نویو آرونو سره سم د عامه پوهاوي دقیق پروګرامونه عملي کړي نو خلک پر دوی اعتماد کولای شي.

یو اصل دا هم دی چې موږ ټولې رسمي اودولتي چارې له افغاني دود ـ  دستور او ملي ارزښتونو سره سمې تنظیم کړو، نه دا چې په پردیو نااسلامي او ناافغاني ایډیولوژیو ککړې تګلارې را کاپي کړو، موږ ښايي له بهره یوازې وسایل، تکنالوژۍ او ساینس را واخلو، خو دخپلو چارو د تنظیم آرونه د خپلو هېوادنیو او ملي باورونو له مخې وټاکو، موږ ولې په لوی لاس په اصطلاح د سنتونو او مدرنیتې ترمنځ معنوعي ټکر رامنځ ته کوو، د عقل حکم خو دادی چې د سنتونو او مدرنیتې د آشتي له لارې ژوند لارې وټاکو د هرې خوا مثبتې اوعلمي ښیګڼې را خپلې کړو، ځکه موږ له دې دواړو څخه یو هم لرې نه شو غورځولای.

په را روانو نسلونو کې به ټاپې ماتې شي، ځکه نور به نو نه کمونیست وي او نه القاعده داسې فضا باید رامنځ ته شي چې ټاپه لګول او بیا په ایډیولوژیکو تورونو باندې خلک وژل چسپ ونه لري، موږ د افغاني رنسانس د پیل لپاره باید د هرې سیاسي- ټولنیزې پاملرنې په چورلیز (محور) کې افغان مسلمان انسان ودروو او تردې وروسته مو شعار دا وي چې: هر څه د افغان مسلمان انسان لپاره! او هره هڅه د ودان او مسلمان افغانستان لپاره!

 انشاالله.