Wadan weblog 2

بې قانونه ملت، بې ملته قانون : درېیمه لاره ، لسمه برخه

20.12.2009 12:29

 

د اویایمې لمریزې لسیزې د پیل کلونه ،په افغانستان کې چاد قانون په نامه کوم څه نه پېژندل، لکه ځنګل؛ هر زورور کمزوری خوړلای شو، خو دا کار یوازې وسله والو کاوه، مانا دا چې یوازې وسله والې ډلې په چور او وژلو لګیا وې، خولې یې په وینو سرې او لاسونه یې د خلکو په ګریوانونو کې نښتی وو. خوملت داسې نه و، ملت لا هم یو له بل سره مرسته کوله، کله به چې وسله والو کوم بې وسلې افغان وویشت یا به د کوم ړانده توغندي تر لګیدو وروسته ماشومان او ښځې په وینو کې ولمبیدې، نو وسله والو به یې جیبونه وروپلټل او چې شو که به یې ورڅخه وکړه نو ترې روان به شول، خو بیا به د چم مالت ګاونډیان راغلل مړي به یې پورته کړل، ټپیان به یې کوم ځای ،ددرملنې لپاره ورسول او پر ښځو به یې ټیکري ورسم کړل، قانون نه و اوخلک هیڅ چا داسې د خیر کار ته نه مجبورول، خو خلکو لا هم یو له بل سره مرسته کوله، د خلکو داسې مرستې ته درې لاملونه موجود و: عقیده، عاطفه او اخلاق.خلکو به خپل وژل شوی هېوادوال تر هدیرې پورې ورساوه ،چې لوی خدای(ج) ترې راضي شي، یوه افغان ځکه زخمي شوی ماشوم تر ډاکتر پورې ځغلاوه چې د هغه معصوم اندامونه یې په وینو سره نه شوای لیدای او عاطفه یې راپاریده، بل افغان د خپل هغه ګاونډي کور، چې د جګړې له لاسه یې پریښی و او تښتیدلی وو، نه لوټ کاوه ځکه دا ورته اخلاقي جرم ښکاریده.

نو پایله دا شوه چې د قانون تشه عقیدې، عاطفې او اخلاقو ډکه کړې وه او وسله والو چې نه عقیده درلوده، نه عاطفه او نه اخلاق ،هم یې خلک وژل او هم یې غلا کوله، داسې خلک چې عقیده، عاطفه او اخلاق نه لري باید د قانون په زور کنټرول شي. له بده مرغه افغانستان د خپل اوسمهالي ( معاصر) تاریخ په اوږدو کې ډېر ځله د قانون له نشت سره مخامخ و ، ځکه نو زورورو په کې ظلم کاوه، ګران لوستونکي به وايي چې د ثبات په کلونو کې خو قانون و، هو دا سمه ده خو قانون هېڅکله په خلکو کې خپل ځای نه وموندلی او ورته ور پېژندل شوی نه و ،مانا دا چې قانون و، خو ملت ترې نه و خبر ځکه خو زموږ ملت بې قانونه او زموږ قوانین بې ملته وو.

او که پوښتنه کوﺉ چې دا ملت څنګه خپلې ټولنیزې چارې سمبالولې نو ځواب به یې هماغه وي، چې خلکود دعوو دحل لپاره دودیزو موسسو لکه جرګو مرکو ته مخه کوله او جرمونه یې ځکه نه کول،چې له خدایه ویریدل او د عقیدې په مرسته یې ځانونه کنټرولول، یا یې خپل بومي اخلاق پالل او یا هم عاطفي او بشري احساس مرسته ورسره کوله چې له ظلمه لاس واخلي او چا چې دا نه درلودل او لاس یې رسیده ظلم او ناروا یې کوله.

عقیده،پر خدای (ج) او د هغه پر احکامو باور دی. شرع دیني قانون او فقه یې تدوین شوي اصول دي.

عاطفه، فطري او اروايي احساس دی، هر انسان د غریزو او احساساتو ترڅنګ د عاطفې خاوند دی، خو پر شخصیت او کړو وړو یې اغیز توپیر لري. په ځینو کسانو کې عاطفه پیاوړې، په ځینو کې کمزورې وي، حتی جګړه ماران او وژونکي هم عاطفې ته ورته کوم څه لري ځکه له خپلو بچیو سره هغسې چلند نه کوي ،لکه له خپلو قربانیانو سره یې چې کوي.اخلاق نالیکل شوي او غیر رسمي یا غیر الزامي ټولنیز قراردادونه دي، چې د هرې بشري ټولنې له ځانګړنو، ارزښتونو او باورونو سره سم رامنځ ته کېږي او توپیر سره لري.

اخلاق له وخت، ځای، ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي بدلونونو سره بدلېږي ځینې برخې یې لویېږي او ځینې یې پاتېږي.

قوانین هغه تدوین شوي او رسماً الزامي ټولنیز قراردادونه دي چې عام او په هر چا د تطبیق وړ دي. حکومتونه یې د تطبیق مسؤلیت لري او خلک یې په مراعتولو او درناوي مکلف دي.

( یادونه : زه هېڅکله ادعا نه کوم چې زما دغه تعریفونه کتابي بنسټ لري یوازې په دې لیکنې کې یې د ساده پېژندنې یوه هڅه وبولئ او عاجزانه یې منم ،چې کتابي تعریفونه به یې تردې ښه، کره او معیاري وي.)

زموږ ملت ،چې یا یې قانون نه درلوده او که یې درلوده ورڅخه خبر نه و، یا یې خپل نه و، له بلې خوا ورته را ژباړل شوی و ،نو د خپل ټولیز نظم لپاره یې پر عقیده، عاطفه او اخلاقو تکیه کړې وه خو له هغو کسانو څخه تل ځوریده چې دا درې واړه یې نه درلودل.

هېره دې نه وي چې قوانین له عقیدې، عاطفې او اخلاقو سره ګډ اړخونه لري او په درې واړو کې ریښه لري. مدني قوانین د هرې ټولنې پر عقیدوي بنسټونو جوړېږي او اخلاقي موازین ساتي او د هغو هڅو مخه نیسي چې بشري عاطفه زخمی کولای شي او بالاخره پر هغه چا هم تطبيقېږي چې نه عقیده پېژني، نه عاطفه لري او نه هم د اخلاقو خیال ساتي. د قوانینو کمال د هغو په عاموالي او تطبیقی ارزښت کې دی. نو کاشکې زموږ قوانینو ملت درلودلای او زموږ ملت قوانین.

درېیمه لاره :

ددې لپاره چې ملت د قانون او قانون د ملت خاوندان شي، ښايي څه وکړو؟

 تر هر څه وړاندې ښايي دا په پام کې ولرو، چې بې عاطفې، بې عقیدې او بې اخلاقه وګړي یوازې او یوازې د قوانینو په مرسته کنټرولیدای شي. او ددې لپاره چې ټولنیز نظم رامنځ ته شي د موعظو، اخلاقي نصیحتونو او زاریو ځای ښايي د قوانینو پلي کول ونیسي.

موږ ښايي خپل ملت د قوانینو خاوند کړو. دیموکراسۍ، نظم، د فساد له منځه وړلو، پرمختګ، امنیت او سیاسي ثبات ته هغه وخت رسېږو، چې قوانین رامنځ ته او پلي شي. د قانون تر جوړولو یې پلي کول مهم اوضروري دي، ما کوم ځای لوستي یا اوریدلي و، چې : « تر ټولو ښه قانون تر ټولو هغه بد قانون دی، چې عملي کېږي، او تر ټولو بد قانون تر ټولو هغه ښه قانون دی چې عملي نه شي!» موږ به ښه قوانین ولرو خو څنګه یې باید عملي کړو؟ دولت، مدني ټولنه او ولس مسؤل دی چې قوانین پلی کړي.

راځئ خپل قوانین د ملت خاوندان کړو؟

پوهېږم ،دا به تاسو ته عجیبه ښکاري چې زه ولې دا خبره کوم؟ له امان الله خانه تردې زمانه څو څو ځلې موږ ښه یا بد قوانین رامنځ ته کړي دي ،خو له بده مرغه د واکمنیو په دفترونو یا لږ تر لږ د لویو ښارونو په لوکسو کوڅو کې زنداني پاتې شوي او همدلته یې سا ورکړې ده. موږ خپل قوانین ملت ته نه دي ور معرفي کړي.

زموږ په قوانینو کې یې لیکلې وي، چې : « له قانون څخه بې خبري عذر نه ګڼل کېږي.»

دا به سمه وي که نه؟ خو زه یې داسې ورسموم ،چې : « که ملت له قوانینو بې خبره وي، نو د قوانینو جوړونکي او پلي کوونکو‎ي ملامت دي.» زموږ قوانین په رسمي جریدوکې خپاره شي او د کوم وزارت په ډیپوګانو کې وراسته شي. خلک ولې زموږ په حکومتونو باور نه کوي؟ ځکه :

۱ـ د حکومتونو چارواکي په خپله هم د قوانینو خیال نه ساتي، ځکه په خپل زور غره دي.

۲ـ موږ د قوانینو له اهمیت او پلي کولو څخه خلک نه دي خبر کړي او نه مو د قانون ارزښتونه ورپېژندلي دي.

۳ـ موږ ژر ژر خپل قوانین بدلوو، قوانین سیاسي شوي دي، شاهي یو ډول جوړوي، جمهوري یې بل ډول، کمونست، مجاهد، طالب او دیموکرات یې بل ډول، موږ ملي او علمي قوانین نه درلودل، او اوس مو چې نیم و نیمکله جوړ کړی خلک پرې باور نه کوي.

۴ـ یو شمېر ایډیولوژیک او د «ایزمونو» قوانین له نورو څخه را کاپی شوي وو، او د دې هېوادله شرایطوسره یې ډېر سمون نه درلوده، همداو، چې قوانین وو، خوملت ورسره نه و، دې ته بې ملته قوانین ویلی شو ولس په دودیزو جرګو مرکو او نرخونو تکیه کوله او خپلې ستونزې یې په میراو، ملک، خان او جرګه مارو حل کولې.

د ویښتیا د پړاو اساسي کار ولس ته د قوانینو ور رسول او پر اهمیت یې د هغوی پوهاوی دی.

د روښانتیا په پړاو کې د قوانینو بشپړ پلي کول ډېر ضروري کار دی، ځکه هغه وخت به هر زورور چې له خدای(ج) څخه ویره نه لري، د اخلاقو خیال نه ساتي او عاطفه یې په ځان کې وژلې ده، د قوانینو په منګولو کې راځي. او ایله چې حق حقدار ته ورسېږي، بیا به هم خدای(ج) راضي وي هم ولس.