Wadan weblog 2

غزلګی

21.12.2009 16:04

 

دتوروسترګو ناز وژلی یمه

ستا د کتو انداز وژلی یمه

 

دروح کوتره مې مینه وه پرې

دښکلا داسې باز وژلی یمه

 

چې ته ترې ووتې او دی پاتې شو

دژوندهمدې اعجاز وژلی یمه

 

دومره ښایست کې پټه هومره غوسه

دخلقت دغه راز وژلی یمه

 

روح مې له تنه په نڅا ووته

دحسن داسې ساز وژلی یمه

 

یلدا ۱۳۸۸